د هرات امنیتي کنفرانس؛ د ناکامو تجربو تکرار او دروغجنې هیلې

آصف ندیم

طرز پرس

8 حوت 1403

5.png

د هرات امنیتي کنفرانس، چې تازه د مادرید، هسپانیا کې ترسره شو، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې دا ډول غونډې څومره واقعي لومړیتوبونه منعکس کوي او د افغانستان پر وضعیت یې اغېز څومره دی؟ که څه هم، دا کنفرانسونه د طالبانو پر ضد یو ډول دیپلوماتیک فشار رامنځته کوي او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې طالبان د افغانستان یوازینی عام او تام واکمنان نه دي او د دوامداره ثبات لپاره یو ټول ګډونه حکومت ته اړتیا ده، خو آیا دا کنفرانس د افغانستان له اوسنيو واقعیتونو سره سمون لري.؟ په دې لیکنه کې په مختصر ډول همدې پوښتنې ته تم کیږو.

د افغانستان واقعیتونو ته نه پاملرنه

یوه مهمه ننګونه دا ده چې دا کنفرانس د افغانستان له اصلي واقعیتونو څخه لرې و. په داسې حال کې چې ښځې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي، لوږه پراخه شوې، اقتصادي بحران ژور شوی، او ټولنیزه ناامني مخ پر زیاتېدو ده، خو بیاهم د «تروریزم ضد مبارزې» او «سیمه‌ییز او نړیوال نظم» تر عنوانونو لاندې په داسې عمومي موضوعاتو تمرکز کول، پرته له دې چې د افغانانو د ژوند بنسټیزو ستونزو ته پاملرنه وشي، د غونډې د ګډونوالو او د افغانستان د داخلي اړتیاوو تر منځ واټن په ګوته کوي. د دې تر څنګ، د نجونو د زده‌کړو، د ټولنیز ثبات، او د خلکو د امنیت موضوعاتو ته کمه پاملرنه د دې کنفرانس اصلي هدف تر پوښتنې لاندې راولي.

د اصلي لوبغاړو نه ګډون

په دې کنفرانس کې د طالبانو غیابت تر ټولو جنجالي موضوع وه. که څه هم د طالبانو د نه ګډون لپاره قوي دلایل شته، خو له صحنې د دغې ډلې ایستل د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس تېروتنه تکراروي او د خبرو اترو مؤثریت کمزوری کوي. خبرې اترې هغه مهال ګټورې وي چې ټول ښکېل اړخونه پکې ګډون ولري؛ که نه نو، دا ډول کنفرانسونه به یوازې د اروپا مېشتو افغانانو او لویدیځو سیاستوالو تر منځ د نظري بحثونو تر حده محدود پاتې شي او د افغانستان پر واقعي وضعیت به هېڅ اغېز ونه لري.

د کنفرانس ځای؛ د کړکیچ له غیږې څخه واټن

په مادرید کې د دې کنفرانس ترسره کېدل که څه هم له لوژیستیکي پلوه منطقي ښکاري، خو له افغانستان سره یې جغرافیوي او سیاسي واټن دا خبرې اترې له عملي حل لارو لرې ساتي. د افغانستان بحران په هېواد کې دننه جریان لري، نه د اروپایي هېوادونو په پلازمېنو کې. له اصلي بستر څخه لرې ترسره کېدونکې خبرې اترې، ډېر کم کولی شي چې د افغانستان د ستونزې لپاره واقعي حل لارې وړاندې کړي.

د ناکامو تجربو تکرار؛ کمې پایلې او دروغجنې هیلې

افغانستان په اړه پخوا ترسره شوي ورته کنفرانسونه ښيي چې که یو شمېر سخت واقعیتونه ونه منل شي، دا ډول غونډې به د افغانستان پر وضعیت چندانې اغیز ونه لري. طالبان د افغانستان د بحران یو مهم اړخ دي او له صحنې یې ایستل د یوې عملي ستراتیژۍ جوړول ستونزمنوي. د ۲۰۰۱ کال بن کنفرانس ناکامه تجربه افغانانو لا مخکې لیدلې، چې د ناټو له شل کلن حضور سره سره، بیاهم افغانستان بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته ستون شو.

په دې اساس، د طالبانو او نورو اړخونو ایستل، نه یوازې دا چې د افغانستان ستونزه نه‌شي حل کولی، بلکې وضعیت لا ډېر پېچلې او ستونزمنوي. نړیواله ټولنه او افغان سیاسي جهتونه باید د تېرو ناکامو تګلارو بیا ارزونه وکړي او پر ځای یې د اوسني وضعیت سره برابر ريښتيني او واقعي حلا لارې ومومي.

پایله

د افغانستان د بحران حل یواځې د ټولو اړخونو تر منځ د واقعي خبرو اترو له لارې ممکن دی. د افغانستان ستونزه دومره پېچلې نه ده لکه څنګه چې ځینې سیاسي جهتونه یې پېچلې معرفي کوي. د تېرو تجربو تکرار او اوسنیو لوبغاړو ته ونډه نه ورکول، د سولې او ثبات راوستو ته نور هم زیان رسولی شي.

تر څو چې د افغانستان د بحران اصلي اړخونه ونه منل شي، دا ډول کنفرانسونه به د پام وړ اغیزې ونه لري. د یوه دوامداره حل لپاره، باید له نظري بحثونو لاس واخیستل شي او داسې عملي لارې وموندل شي چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره سمون ولري. که نه، دا کنفرانس به هم د بن او دوحې د کنفرانسونو په څېر د یو ناکامه لړۍ دوام وي.