" >

افغانستان

1403082614455498531455104.jpeg

طالبانو په کابل کې یو کاناډايي افسر نیولی؛ ډېويد لاوري څوک دی؟

کابل - طرز پرس: د کاناډا رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دې هېواد یو پخوانی تجربه لرونکی پوځي افسر د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نیول شوی دی. د طرز پرس د راپور له مخې، کاناډايي رسنۍ «سي‌ټي‌وي نیوز» د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د کاناډا دغه پوځي افسر «ډېوېډ لاوري» نوميږي او د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نېول شوی دی.
IMG_5387.jpg

پاکستان: افغان طالبان دې نور زموږ زغم نه ازمايي

اسلام آباد- «طرز پرس»: په پاکستان کې د امنیتي کړکېچ له پراخېدو سره، اسلام آباد یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د دوی زغم دې نه ازمايي او له پاکستاني طالبانو څخه له ملاتړ دې نور لاس واخلي.
GcBqw0eXQAA29Vm.jpg

د استانبول د غونډې په څېر د سیاسي هڅو په لړ کې د عبدالله او کرزي لیدنه

کابل - «طرز پرس» د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ورستیو سیاسي هڅو په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.
Gb8iLPcaEAAAQN3.jpg

طالبان: له نړۍ سره مو اړیکې وده کړې او ۴۰ سیاسي استازولۍ مو په واک کې دي

کابل: «طرز پرس»: طالبان وايي چې له نړیوالو سره یې ډپلماټيکې اړیکې وده کړې او تر اوسه په بهرنیو هېوادونوکې څلوېښت سیاسي استازولۍ د دوی په واک کې دي.
GettyImages-1237420570.jpg

ملا هبت الله: د وسلو د وېش واک یوازې زه لرم او نور ټولې ادارې منع دي

قندهار: «طرز پرس»: د طالبانو مشر په یو تازه فرمان کې ویلي، چې د وسلو او نظامي تجهیزاتو د وېش واک یوازې دی لپاره خوندی دی او نور هېڅ اداره دا صلاحیت نه لري.
MoFA.jpg

طالبان: هېله لرو چې ټرمپ په سیمه او نړۍ کې روانه جګړه پای ته ورسوي

کابل - طرز پرس: طالبانو د دونالد ټرمپ له بریا وروسته په یوه رسمي اعلامیه کې د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د امريکا له راتلونکې ادارې څخه غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغندو اړیکو په برخه کې واقع بینانه ګامونه پورته کړي.
GettyImages-1237420570.jpg

ملاهبت الله خپله کابینه یوې اختصاصي غونډې لپاره قندهار ته ورغوښتې

کابل- «طرز پرس» : د طالبانو مشر ملا هیبت الله خپله کابینه د یوې اختصاصي غونډې لپاره کندهار ته ورغوښتې. د غونډې اجنډا لا روښانه نه ده خو یو شمېر سرچینې وايي چې ښايي دا غونډه په افغانستان کې وروستیو سیاسي او اقتصادي مسایلو ته د کتنې لپاره متمرکزه وي.
resizecom_1634591299924.webp

خلیلزاد: جمهوریت وپړځېد، ځکه مشران یې کمزوري وو

طرز پرس: د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد د هغو نیوکو په ځواب کې چې شخصاً دی او امریکا د افغانستان د جمهوري نظام په پړځېدو کې ګرم ګڼل کیږي، ویلي دي چې د جمهوریت د پړځېدو یوازینی لامل، کمزوري مشران یې وو.
resizecom_resizecom_GbD2PrbbQAAQ4XG.jpg

طالبان: هېڅکله پاکستان کې جګړه نه غواړو

طرز پرس: په پاکستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکو نا امنيو ته په غبرګون کې طالبان وايي، چې دوی هېڅ کله په خپل ګاونډ کې جګړه نه غواړي، بلکه اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې ټوله سیمه سره را نږدې کړي.
resizecom_l26503.jpg

په هرات او نیمروز کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې

طرز پرس: سیمه ييزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې نن ماښام او تېره شپه یې په هرات ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې لېدلي دي. له دې سره هم مهاله په نیمروز ولایت کې هم یو شمېر سرچینو تایید کړه چې د دې ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه یې اورېدلي دي.