سعودي عرب ته د سوریې د انتقالي حکومت د ولسمشر لومړی بهرنی سفر

طرز پرس

14 دلو 1403

555555.jpg

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد شرع، واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې، نن «یکشنبه، د دلوې ۱۴مه» د سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته ورسید.

د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې د سعودي عرب ولیعهد، محمد بن سلمان او د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنه او خبرې وکړي.

احمد شرع د تحریر شام غورځنګ مشري کوي، هغه جریان چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۸مه، د بشار اسد د حکومت له ړنګېدو وروسته، په سوریه کې واک ته ورسید. نوموړی تېره اوونۍ د سوریې د انتقالي حکومت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې هېوادونه له نوي سوري حکومت سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې دي، او تمه کېږي چې د شرع لیدنه د سعودي عرب او سوریې ترمنځ راتلونکو تعاملاتو ته نوې بڼه ورکړي.