خلیلزاد نن «شنبه، د دلوې ۱۳مه» په خپل اکسپاڼه کې د افغانستان په ګډون د امریکايي برمته شویو کسانو شتون ته په اشارې سره ویلي، هېوادونه باید لومړی دغه برمته شوي کسان خوشې کړي، بیا دې له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کولو غوښتنه وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اوسمهال یو شمېر امریکايي اتباع په افغانستان، وینزویلا، سوریه، ایران او روسیه کې برمته نیول شوي دي. تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و، که طالبان امریکايي برمته شوي کسان خوشې نه کړي، واشنګټن به د دې ډلې مشرانو ته تر اسامه بن لادن لوړې جایزې وټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دوه امریکايي اتباع د رایان کوربت او ویلیام مکنتي په نوم د افغانستان له زندانونو خوشې او امریکا ته لېږدول شوي دي. د دې په بدل کې، واشنګټن هم د طالبانو یو زنداني خان محمد، ازاد کړی دی.