د طالبانو د لوی درستیز ناڅاپي غیابت؛ امنیتي ګواښ که کورنی بحران؟

طرز پرس

15 دلو 1403

OIP (2).jpeg

باوري سرچینې وايي چې د طالبانو لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، له څو ورځو راهیسې خپل دفتر ته نه‌دی حاضر شوی او دلیل یې «امنیتي اندېښنې» ښودل شوې دي.

سرچینو تېره شپه طرز پرس ته تأیید کړې چې فطرت له تېرې اوونۍ راهیسې خپلې دندې ته نه‌دی تللی او احتمال شته تر هغو چې امنیتي اندېښنې له منځه ولاړې نه‌شي، خپل دفتر به ولاړ نه شي.

تر اوسه د فطرت پر وړاندې د امنیتي ګواښونو ماهیت نه‌دی روښانه شوی، چې آیا دا امنیتي اندېښنې د طالبانو د کورنیو اختلافاتو له کبله دي که بهرني عوامل لري. له دې وړاندې، د امریکا د متحده ایالاتو یوه لوړپوړي چارواکي طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د اسامه بن لادن په پرتله به د دوی په پیدا کولو او په نښه کولو کې ډېر لوړ جایزې وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېو کلونو کې، د طالبانو یو شمېر مهم مشران د مشکوکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې ظاهراً دا وضعیت د دوی د مشرانو ترمنځ د بې‌اعتمادي او داخلي اختلافاتو لامل شوی دی.