د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان څخه د وتلو ناسم بهیر به وڅېړو، څو اصلي ستونزه معلومه شي

طرز پرس

20 دلو 1403

07dc-hegseth1-kjgb-facebookJumbo.jpg

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هګست، اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهیر به وڅېړي، ترڅو معلومه شي چې کومې تېروتنې شوې او ولې تر اوسه هېڅوک ځواب ویونکی نه دی.

د فاکس‌نیوز د راپور له مخې، هګست دا موضوع د پنټاګون له کارکوونکو سره په لیدنه کې یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د ده هدف «غچ‌ اخیستل» نه دي، بلکې غواړي معلومه کړي چې په رښتیا کومې ستونزې لامل شوې چې امریکا له افغانستان څخه په بېړني ډول را ووځي.

هغه ویلي: «موږ باید پوه شو چې دا بهیر ولې ناسم پرمخ ولاړ او ولې د دې لپاره هېڅ ډول رونټیا او ځواب نه وو.» هګست په اندېښنې سره ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو ناسم بهیر، د دې لامل شوی چې په نړۍ کې د امریکا یو کمزوری تصویر وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې په ځلونو له افغانستان څخه د وتلو د ناسم مدیریت په برخه کې له جو بایډن سخت انتقاد کړی دی.