
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، عباس ستانکزي، په یوه تازه خپره شوې غږیزه وینا کې د طالبانو د مشر هبتالله آخندزاده پر ضد سختې نیوکې کړي او طالبانو ته یې سپارښتنه کړې چې له هغه په پټو سترګو اطاعت ونه کړي.
ستانکزي د ملا هیبت الله له لوري د واک مطلق انحصار ته په اشارې ویلي چې طالبان باید هغه داسې ونه ګڼي لکه «پیامبر یا خدای». هغه په صریحه ژبه د طالبانو مشر ملاهبت الله ته په خطاب ویلي: «موږ تا لپاره وطن نه شو ورانولی.»
دا لوړپوړي طالب چارواکي ټینګار کړی چې د هبتالله آخندزاده اطاعت یوازې هغه وخت روا دی چې د «الله په لار» کې وي. هغه خبرداری ورکړی که د طالبانو مشر له دې لارې واوړي، بیا یې مشرتابه مشروعیت نه لري. «ته تر هغه زما امیرالمومنین یې چې د الله په لار کې یې. که له دې لارې واوړې، بیا نه امیر یې، نه دې پېژنو.»
ښاغلي ستانکزي دا هم ویلي چې د افغانستان خلکو په آخندزاده ایمان نه دی راوړی او ډېر مشران تر ده وړاندې راغلي او تللي دي. هغه هیله څرګنده کړې چې افغانستان داسې مشران ولري چې د «الله، رسول او ملي ګټو لپاره» کار وکړي.
د ستانکزي دا څرګندونې د طالبانو په مشرتابه کې د ژورو اختلافاتو څرګند نښې ګڼل کیږي او دا په ډاګه کوي چې د طالبانو مشرتابه او په ځانګړي ډول ملا هیبت الله د دې وړتیا نه لري چې ان خپل نږدې کسان راضي وساتي.