بدخشان کې یوه ناوه او زوم د موسیقۍ د غږولو په دلیل نیول شوي دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

15 دلو 1403

wedding-photography-course-london-yiltan-19-1.jpg

د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د واده یو مراسم، د دې پرځای چې په خوشالیو او اټنونوو پای ته رسېدلې وای، د ناوې او زوم له نیولو سره پای ته رسېدلی دی.

ځايي سرچینې طرز پرس ته وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کسانو تېره شپه «یک‌شنبه، د سلواغې۱۴مه» په سرغیلان کلي کې د واده یو مراسم کې مداخله کړې او د موسیقۍ د غږېدو پر سر تر لفظي شخړې وروسته، ناوه او زوم دواړه یې له ځان سره بیولي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، زوم چې عبدالخبیر نومیږي، له خپلې ناوې سره نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی. سرچینه زیاتوي چې دا جوړه د خپل واده لومړۍ شپه د طالبانو په توقیف کې تېره کړې ده.

دا پېښه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ځینو کسانو په خواله رسنیو لیکلي چې غوره ده راتلونکو ودونو کې د میلمنو پر ځای ملایان راوبلل شي او د موسیقۍ پر ځای د امر بالمعروف خطبې وغږول شي.