
د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د خارجي مرستو د بندېدو د اغېزو او د هغه د احتمالي ناوړو پایلو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې، طالبانو اعلان کړی چې د هیواد بودیجه داخلي بنسټ لري او په خارجي مرستو تکیه نه لري.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، په خپل ایکس کې لیکلي چې دولتي کارمندان باید د خپلو معاشاتو په اړه تشویش ونه لري او دغه پیسې به په همدې دلو میاشت کې ورکړل شي. هغه زیاته کړه: «د مالي وزارت محترم مقام ډاډ ورکوي چې د روانې دلوې میاشتې په جریان کې به د ټولو یو میلیون او څلويښت زره امارتي کارمندانو معاشات ورکړل شي. هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.» مجاهد همداراز ټینګار کړی: «د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.»
دا په داسې حال کې دی چې متحده ایالاتو له افغانستان سره خپلې ټولې مالي مرستې ځنډولې دي. دغه پرېکړه د طالبانو لپاره د دولتي لګښتونو د پوره کولو په وړتیا او په افغانستان کې د احتمالي اقتصادي بحران د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.