یونما په خپل دفتر کې د ډزو له کبله د دوو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر تایید کړ

طرز پرس

15 دلو 1403

213_00131 copy.png

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یونما) تایید کړ چې په کابل کې د دې سازمان په دفتر کې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د دفتر له خوا خپور شوی بیان ښیي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په دې پېښه کې برخه اخیستې، او د پېښې د لامل او جزئیاتو لپاره تحقیقات روان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په دفتر کې د ډزو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یو طالب سرتېری وژل شوی او یو د ملګرو ملتونو یو کارمند «په سطحي ډول» زخمي شوی دی. ښاغلي قانع زیاته کړې چې د پېښې په اړه نورې څیړنې روانې دي.