طالبانو د «بېګم راډیو» پر نشراتو بندیز ولګاوه

طرز پرس

16 دلو 1403

OIP.jpeg

کابل – د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښځو اړوند د «بېګم راډیو» نشرات بند کړي دي. دا اقدام د ملا هبت الله د سخت دريځو پالیسیو د دوام یوه برخه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو اړوند فعالیتونه په مکمل ډول بند شوي او ښځې له ټولنیزو، تعلیمي او کاري فرصتونو محرومې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزي د طالبانو د مشر ملا هیبت الله دغو سخت‌ دریځو سیاستونو پر ضد غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې د هیبت‌الله اطاعت ونه کړي.

ښاغلي ستانکزي ملاهبت الله ته په خطاب کې وویل: «تالپاره وطن نه شو ورانولی» د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تېره ورځ د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو پر موضوع د تایید نه انکارېدونکی مهر ولګاوه؛ خو خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې اندېښنه دې نه کوي.