افغانستان

0DE1FC12-2E35-4E4D-A000-EAD080B8BE05_cx4_cy8_cw89_w1200_r1.jpg

دوستم: د روان وضعیت د بدلون لپاره په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوم

مارشال عبدالرشید دوستم، چې د جهادي قومندانانو له پخوانیو مشرانو او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال و، وایي چې د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره، چې اشاره یې د طالبانو حکومت ته ده، په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوي.
mhmd-sdq-khn-01.jpg

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسید

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، نن څو ساعته مخکې کابل ته ورسید. ټاکل شوې ده چې نوموړی د خپل سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.
15-12-10-173024nabil.jpg

نبیل: طالبان او بهرني ځواکونه د افغانستان د راتلونکي ټاکلو حق نه لري

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس، رحمت‌الله نبیل، ټینګار کړی چې افغان ولس پرته هېڅوک د هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري. د نوموړي وینا، «نه طالبان، نه بهرني ځواکونه، او نه هغه ماضي چې د ټولو پر اوږو دروند بار دی، د دې هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري.»
Gme0SnBbgAAMbl4.jpeg

کابل ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د امريکايي پلاوی لومړی سفر

په لومړي ځل د امريکا یو پلاوی افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پلاوي کې د بنديانو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ ځانګړی استازی او د افغانستان په چاروکې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد شامل دي.
ذبیح_الله_-مجاهد-550x295.webp

طالبان: یوناما باید د افغانستان پرمختګونه په سمه توګه منعکس کړي

کابل- په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو او سخت‌دریځو سیاسي تګلارو په اړه اندېښنه لري؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «یوناما باید د افغانستان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه په سمه توګه منعکس کړي.
maxresdefault.jpg

سراج‌الدین حقاني: موږ وایو امن دی، خو په چیک‌پاینټونو کې خلک وژل کېږي

طرز پرس ته د سراج‌الدین حقاني غږیز کلیپ رسېدلی چې پکې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د خپل‌سرو وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي.
43730.jpg

کانادا د افغانستان د ښځو له مبارزو ملاتړ کوي

د کاناډا د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو عمومي مشره، امی فورویا، د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید د افغانستان د ښځو غږ واورېدل شي.
OIP.jpeg

طالبانو د بلوچستان پېښې په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پاکستاني پوځ هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې دوی په بلوچستان کې د جعفر ایکسپرېس پر مسافر وړونکي ريل ګاډي د برید له عاملینو سره مرسته کړې ده. بلخي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه تورونه «بې‌اساسه» دي او هېڅ ډول حقیقت نه لري.
456094827_1051911513313415_8356834373524683654_n.jpg

طالبانو د پیوستون تلویزیون د نشراتو مدیر نیولی او زنداني کړی دی

باوري سرچینې وایي چې د «پیوستون» تلویزیون د نشراتو مدیر، بریالی بریال منگل، د طالبانو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی دی. تر اوسه د هغه د نیول کېدو اصلي لامل نه‌دی روښانه، خو سرچینې وایي چې نوموړی د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ کې د یوې کم عمرې جینۍ د واده خبر له خپرولو وروسته د امر بالمعروف ادارې له‌خوا لومړی احضار او بیا زنداني شوی دی.
666666666.jpg

طالبان او پاکستان د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو لپاره هوکړې ته رسېدلي

باخبره سرچینې طرزپرس ته وایي چې طالبان او پاکستان د ترینګلتیاوو کمولو او د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. دا هوکړه له هغه وروسته شوې چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم دروازه تړلې ده او کله ناکله د دواړو لوریو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته کیږي.