
کابل- په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو او سختدریځو سیاسي تګلارو په اړه اندېښنه لري؛ خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي: «یوناما باید د افغانستان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه په سمه توګه منعکس کړي.
مجاهد دا څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د مارچ ۱۸مه، په افغانستان کې د یونما د ماموریت غزېدو ته په غبرګون کې کړي دي.
نوموړي ویلي: «موږ له یوناما غواړو چې د افغانستان د واقعي تصویر وړاندې کولو ته ژمن پاتې شي او د هېواد د ثبات، اقتصادي ودې او ټولنیزو پرمختګونو په اړه کره او متوازن راپورونه خپاره کړي.»
طالبانو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي. د طالبانو د ویاند په وینا، یوناما باید د افغانستان څوکۍ د دوی استازو ته د سپارلو لپاره هم هڅې وکړي.
په ورته وخت کې، ملګري ملتونه بیا په افغانستان کې له امنیتي ستونزو اندېښمن دي او همداراز طالبانو لهخوا د سیاسي مخالفینو ځپلو، د ښځو او نجونو پر زدهکړو محدودیتونو او د بیان د آزادۍ پر وړاندې د فشارونو له کبله په ځلونو نیوکې کړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی او د افغانستان پر بشري وضعیت خپلې اندېښنې لري.