
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، نن څو ساعته مخکې کابل ته ورسید. ټاکل شوې ده چې نوموړی د خپل سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.
دپلوماتیکې سرچینې وایي، چې د دې مذاکراتو اساسي محورونه به امنیتي موضوعات، د تورخم پر بندر د ترینګلتیاوو زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ستونزې وي.
په وروستیو اوونیو کې، د کابل او اسلامآباد اړیکې د وسلوالو نښتو د زیاتوالي او د یوبل پر وړاندې د اورپکو د ملاتړ د تورونو له امله تر بل هر وخت ډېر خرابې شوې دي.
یوه باوري سرچینه په کابل کې طرزپرس ته وایي، چې طالبان به په دې ناسته کې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او د اختلافاتو د سولهییز حل پر اړتیا ټینګار وکړي. له بلې خوا، پاکستان به له طالبانو وغواړي چې د هغو وسلوالو ډلو پر ضد همکاري وکړي، چې د دوی په باور د افغانستان له خاورې څخه د دې هېواد پر ضد فعالیت کوي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل او اسلامآباد اړیکې لا پیچلې شوې دي، او دواړو خواوو څو ځله یو بل د خپلو دوهاړخیزو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړي دي.