کانادا د افغانستان د ښځو له مبارزو ملاتړ کوي

صمیم بارکزی

طرز پرس

23 حوت 1403

43730.jpg

د کاناډا د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو عمومي مشره، امی فورویا، د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید د افغانستان د ښځو غږ واورېدل شي.

نوموړې وویل، لکه څنګه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی، نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو فعالانو او مدني مبارزینو ملاتړ زیات کړي. هغې زیاته کړه: «د نه باور وړ ستونزو سره سره، د افغانستان ښځې، که دننه په هېواد کې دي او که په جلاوطنۍ کې، لا هم د ازادۍ، برابري او انساني کرامت لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي.»

دغه غونډه د ملګرو ملتونو په سازمان کې ترسره شوه او ګډونوالو له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي.