دوستم: د روان وضعیت د بدلون لپاره په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوم

طرز پرس

1 حمل 1404

0DE1FC12-2E35-4E4D-A000-EAD080B8BE05_cx4_cy8_cw89_w1200_r1.jpg

مارشال عبدالرشید دوستم، چې د جهادي قومندانانو له پخوانیو مشرانو او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال و، وایي چې د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره، چې اشاره یې د طالبانو حکومت ته ده، په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوي.

ښاغلي دوستم دا څرګندونې د نوروز د مبارکۍ په مناسبت مطرح کړې او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې د افغانستان د خلکو برخلیک «د یوې دسیسې او معاملې» له امله د «نیابتي ظالمانو» لاس ته لوېدلی دی.

دوستم په خپل پیغام کې زیاته کړې: «زموږ هېواد شاته روان دی او د بربادۍ لور ته تللی. که د دې حالت د بدلولو لپاره اقدام و نه کړو، نو ملت ته به نه جبران کېدونکي زیانونه واوړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. ډېری پخواني سیاسي مشران چې دا مهال په تبعید کې دي، د قدرت د جوړښت د بدلون غوښتنه کوي. تر اوسه دا روښانه نه‌ده، چې ښاغلی دوستم او د طالبان نور مخالفین به څنګه وکولی شي د واکمن حکومت پر راتلونکي اغېز ولري.