نبیل: طالبان او بهرني ځواکونه د افغانستان د راتلونکي ټاکلو حق نه لري

طرز پرس

1 حمل 1404

15-12-10-173024nabil.jpg

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس، رحمت‌الله نبیل، ټینګار کړی چې له افغان ولس پرته هېڅوک د هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري. د نوموړي وینا، «نه طالبان، نه بهرني ځواکونه، او نه هغه ماضي چې د ټولو پر اوږو دروند بار دی، د دې هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري.»

ښاغلي نبیل دغه څرګندونې نن جمعه، [د وري لومړۍ نېټه]، د نوروز په مناسبت مطرح کړي دي. نوموړي د افغانستان د اوسني بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې هېواد په یوه برخلیک ټاکونکې موقعیت کې دی؛ چیرې چې د هغه په باور «یا باید د آزادۍ، عدلت او یووالي په لور ګام واخیستل شي، یا به د تیارو کنډې ته لاهو شي.»

د افغانستان د دغه پخواني چارواکي د څرګندونو پر بنسټ، افغان ولس باید خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي، «داسې راتلونکی چې په کې هیڅ ډله حذف نه شي او هیڅ غږ خاموشه نه شي.» ښاغلي نبیل، نوروز اوسني وضعیت ته د بیاکتنې او د بدلون لپاره د خوځښت یو فرصت بللی او د مبارزې، یووالي او د هغو زنځیرونو د ماتولو غوښتنه یې کړې چې په وینا یې، افغانستان یې په ولکه کې ساتلې ده.