
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پاکستاني پوځ هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې دوی په بلوچستان کې د جعفر ایکسپرېس پر مسافر وړونکي ريل ګاډي د برید له عاملینو سره مرسته کړې ده. بلخي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه تورونه «بېاساسه» دي او هېڅ ډول حقیقت نه لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې پاکستان د «غیرمسؤولانه» څرګندونو پرځای، خپل امنیتي وضعیت او داخلي ستونزو ته پام وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د دغه ډول بریدونو سره هیڅ اړیکه نه لري او په هیڅ صورت یې ملاتړ نه دی کړی.
تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي وو چې بریدګرو په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره اړیکه نیولې او ممکن دا برید د طالبانو په مرسته شوی وي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې تورونو په ردولو سره، طالبانو ته ګوټ څنډنه کړې چې د امنیت په برخه کې د خپلو ناکامیو پړه دې پر دوی نه اچوي.