کابل ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د امريکايي پلاوی لومړی سفر

طرز پرس

30 حوت 1403

Gme0SnBbgAAMbl4.jpeg

په لومړي ځل د امريکا یو پلاوی افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پلاوي کې د بنديانو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ ځانګړی استازی او د افغانستان په چاروکې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد شامل دي.

طالبانو ويلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د بنديانو د خلاصون، او د امریکا په خاوره کې د افغانانو لپاره د کونسلي خدماتو په وړاندې کولو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي په حواله لیکل شوي: «موږ له ټولو لوريو سره مثبتې اړیکې غواړو. دا ډېر مهمه ده چې افغانستان او امریکا خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.»

متقي همداراز زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو لپاره دا اړینه ده چې د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او د یوې نوې، سولې ته بهېدونکې اړیکې پراختیا ورکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دا افغانستان ته د یوه امریکايي پلاوي لومړی سفر دی. تر اوسه د دې سفر نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.