
طرز پرس ته د سراجالدین حقاني غږیز کلیپ رسېدلی چې پکې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د خپلسرو وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي.
په دې غږیز پیغام کې سراجالدین حقاني وایي: «زه هر ځای وایم چې امن دی، عفوه شوې، خو بیا ناڅاپه څوک راولاړ شي، خلک په چیکپاینټونو او لارو کې ووژني، او زموږ خبرې ټولې درواغ شي.»
تر اوسه معلومه نه ده چې دا خبرې حقاني کله او په کومه غونډه کې کړې دي، خو د ده له څرګندونو ښکاري چې په غونډه کې یو شمېر مهم چارواکي لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، داکتر عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار حضور لري.
حقاني په خپلو خبرو کې ټینګار کوي چې طالبان باید خپل تېر هېر کړي او نور باید مخالفتونه پای ته ورسوي. نوموړی وایي: «دا وعده به راسره کوئ چې یو بل به نه شرموو، مسلمان ولس به بېځایه نه ځوروو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واک پر مهال په ځلونو ملکي خلک وژل شوي او راپورونه ښيي چې طالب جنګیالیو د ولسي خلکو بېځایه ځورونه کړې ده.
حقاني په ښکاره اعتراف کوي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغان ولس ته امنیت او پناه نشته. هغه د اسلامي تاریخ یادونه کوي او وایي چې آن کفارو ته په مکه کې امنیت ورکړل شوی و.
دا غږیز کلیپ د طالبانو د دننیو اختلافاتو بله بېلګه بلل کېږي، چې ښيي د دې ډلې د مهمو مشرانو ترمنځ د امنیت، سیاست او حکومتولۍ پر سر اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي.