" >

ټولنه او هنر

170907-carlos-munoz-portal-229-rs.jpg

د ښاري ژوند ننګونې؛ د سمې تګلارې نشتون او د ښاري فرهنګ کمی

طرز پرس: د افغانستان ښارونه په تېرو دوو لسیزو کې په چټکۍ سره پراخې شوې او د وګړو نفوس پکې په بېساري ډول زیات شول. د افغانستان پلازمېنه، کابل چې نفوس یې له اووه څخه تر اته میلیونو کسانو پورې دی، په ځانګړې توګه له یو جدي زیربنایي بحران سره مخامخ شوې ده. خو دا چټکه پراختیا په هېڅ ډول د ښاري بنسټیزو چارو له کیفیت او د ښاري کلتور په ترویج کې همغږی نه دی.
taylor-swift-grammys.jpg

د مشهورې امریکايي سندرغاړې کنسرت د افراطي بریدونو د احتمال له کبله لغوه شو

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ټیلور سویفټ کنسرتونه چې ټاکل شوې وه درې ورځې وروسته تر سره شي، د امنیتي ګواښونو له کبله چې د دغه هېواد صدراعظم یې "خطرناک" بولي، لغوه شوي دي.
th.jpg

د دوبۍ د حاکم لور په انستاګرام کې خپل خاوند ته درې ځله طلاق کړ

د دوبۍ د حاکم محمد بن راشد ال مکتوم لور شیخه مهره د چهارشنبې په ورځ خپل په انستاګرام کې اعلان وکړ چې هغې خپل خاوند ته درې ځل طلاق ورکړی دی.
33e28576-e51b-442b-8abe-8715305c738a.jpeg

د ۱۶۱ میلیون کلن دایناسور کنکال پلورل کيږي

دا سکلیت چې د ۲۰۲۲ په مې میاشت کې د کولوراډو په ایالت کې ترلاسه شو، د سټيګوسورس تر ټولو بشپړ کنکال یا اسکلیت ګڼل کیږي. د طرز پرس د راپور له مخې، د دې کنګال لږ تر لږه ۷۹ سلنه هډوکي په ثابت ډول له خاورو را ایستل شوي او یو ځای شوي دي.
610x.jpeg

ملي موزیم څخه د ليدونکو شمېر زيات شوی دی

د طرز پريس د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې پنځه زره کسانو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه کړې او د افغانستان له تاریخي اثارو سره یې لېوالتیا ښودلې ده. د دغه موزيم مرستيال له طرز پرس سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د ليدونکو ډېره برخه بهرني سيلانيان او محصلين دي.
63000e91-6465-4c19-9fbd-db47cd5357d6.jpeg

د بالیووډ ستوري له فلسطین څخه د ملاتړ په لیکه کې

په فلسطین کې د اوربند لپاره د بشري او سیاسي فعالانو له غبرگون وروسته اوس د بالیووډ او هالیووډ مشهورې ستوري هم د فلسطین د ملاتړ په لیکه کې راښکاره شوي او هيله مند دي چې دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي.