د دوبۍ د حاکم لور په انستاګرام کې خپل خاوند ته درې ځله طلاق کړ

طرز پرس

28 سرطان 1403

th.jpg

د دوبۍ د حاکم محمد بن راشد ال مکتوم لور شیخه مهره د چهارشنبې په ورځ خپل په انستاګرام کې اعلان وکړ چې هغې خپل خاوند ته درې ځل طلاق ورکړی دی.
مېرمن مهرې په خپله رسمي انسټاګرام پاڼه کې خپل مېړه ته لیکلي: «ګرانه خاونده! ځکه چې ستاسو سر له نورو سره ډېر ګرم دی، نو زه دلته زموږ طلاق اعلانوم.» هغې په دې یادښت کې خپل خاوند ته درې ځله وویل: «زه تاته طلاق درکوم، زه تاته طلاق درکوم او زه تاته طلاق درکوم.»
مېرمن مهرې دا یادښت له دې جملې سره " په ځان پام وکړۍ. ستاسو پخوانۍ میرمن" پای ته رسولې ده. د شېخه مهرې له رسمي ادرس څخه د دغه خبر تر خپرېدو وروسته د هغې مېړه هم له خپل انسټاګرام څخه د هغې ټول عکسونه لرې کړي دي او ظاهراً داسې ښکاري چې د دوی د واده اړیکه ختمه شوې ده.