" >

ټولنه او هنر

IMG_6449.JPG

سلنا ګومز: د تل لپاره یوځای اوسېدل له همدا اوس پیلېږي

د امریکا د موسیقۍ او سینما بې‌ساري ستورې سلنا ګومز، له یوې په زړه پورې خبرې سره خپل ټول مینوال خوشاله کړل. هغې دخپلې نامزادۍ د ګوتمۍ انځور په انسټاګرام کې خپور کړ او ورسره ولیکل: «د تل لپاره (یوځای اوسېدل) له همدا اوسه پیلېږي.» دا ساده؛ خو ژوره جمله د یوه داسې مینې کیسه کوي چې له هنر او احساس څخه زیږېدلې ده.
GejYEd5XYAA2Y0H.jpg

د پرستو احمدي تازه کنسرت؛ د تاریخ په زړه کې د مینې او آزادۍ غږ

پرستو احمدي، هغه سندرغاړې چې غږ یې د ایران د خلکو په زړونو کې انګازې کړې دي، په یوه تاریخي شپه کې ژوندۍ او ځانګړې کنسرت ترسره کړه. دا کنسرت، چې د «کاروانسرا» په نوم یادېږي، په ژوندۍ بڼه د یوټیوب له لارې خپور شو او په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
ebdbfb50e5e207836e0bcc9541ce94ca (1).jpg

پر انسان د رنګونو حیرانوونکي اغېز؛ رنګونه څنګه زموږ شخصیت جوړوي؟

وروستۍ څېړنې ښيي چې رنګونه د انسان پر روان او احساساتو ژور اغېز لري. شاید تاسو هم دې ته پام کړی وي چې د رنګونو لیدل ستاسو مزاج په شعوري او غیرشعوري توګه بدلولي شي. څېړونکي باور لري چې د انسان د خوښې رنګ په مرسته کېدای شي چې تر ډېره اندازه د شخصیت بڼه معلومه شي.
11111.jpg

د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې اریانا سعید د «عرب ممتاز» جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان پېژندل شوې او مشهوره سندرغاړې آریانا سعید، په هغه فسټیوال کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د «عرب ممتاز» نړیواله جایزه وګټله. دا جایزه د ښځو د حقونو، موسیقۍ او کلتوري فعالیتونو په برخه کې د اغلې اریانا سعید د هڅو لپاره ورکړل شوې ده.
R (1).jpg

د کتابونو په برخه کې د طالبانو د سانسور پر وړاندې فرهنګي مقاومت

یوه ډله افغان شاعران، لیکوالان د یو فرهنګي کمپاین په پیلولو سره د طالبانو رژیم له خوا د یو شمېر کتابونو پر بندیز خپل اعتراض څرګند کړی دی. دا کمپاین د طالبانو د هڅو پر وړاندې د فرهنګي مقاومت سمبول ګڼل کېږي، چې غواړي د ازادې اندیښنې او مطالعې مخه ونیسي.
23b377ba-3f29-478d-ad71-d8709ec49c2e.jpg

مکعب: د سعودي پرمختګ لپاره د شهزاده محمد بن سلمان یوه مهمه پروژه

سعودي عربستان بیا د یوې لویې پروژې له لارې د نړۍ پام ځان ته اړولی دی. دا پروژه، چې ډېر ژر به په پلازمېنه ریاض کې د نړۍ تر ټولو لویه ودانۍ نندارې ته وړاندې کړي، د «مکعب» په نوم ۴۰۰ متري لوړوالی لرونکې یوه څلور کنجه بڼه ودانۍ ده. دا پروژه د سعودي د ملي پرمختګ د پلان برخه ده چې د یوې پرمختللې او پایښت لرونکې راتلونکې لپاره جوړه شوې ده.
۳۳.jpg

د سولې تېره پوله: د سیاسي بحرانونو په زړه کې د افغانستان د ښځو غږ

طرز پرس: د افغان فلم جوړونکې رویا سادات مستند فلم «د سولې تېره پوله» د دوشنبې په شپه، د لړم په ۲۸مه نېټه، د بروکسل په اروپایي پارلمان کې نندارې ته وړاندې شو. د دې مستند جوړول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په جریان کې پیل شوي وو او سږ کال بشپړ شو. دا فلم د افغانستان د ښځو د بې‌دمې مبارزو کیسه کوي چې د سیاسي او ټولنیزو بحرانونو په زړه کې یې ترسره کړې دي.
811fe195-e5c1-4d26-a6cc-a071c69f6084.jpg

د ۲۰۲۴ کال جوایزو لپاره د جاپاني ډرامې «شوګون» تاریخي بریا

طرز پرس: جاپاني ډرامه «شوګون»، چې د جیمز کلاول د ناول له مخې جوړه شوې، د ایمي جایزو په ۷۶مه دوره کې د ۱۸ جایزو په ترلاسه کولو سره، د بې‌ساري ریکارډونو ډیوه بله کړه. دغې سریال، چې د ۱۷مې پېړۍ د جاپان د واکمنۍ مبارزو ته ځانګړی شوی، د لومړي ځل لپاره د یوه غیر انګلیسي ژبې اثر په توګه د غوره ډرامې جایزه وګټله.
George-Clooney-Twins-More-Bilingual-Celeb-Kids-Who-Speak-Multiple-Languages-0004.jpg

شکیرا یوازې یو قدم د ټيلرسویفت د ریکارډ له ماتولو فاصله لري

د هنر په ډګر کې په بېساري ډول ځلېدونکې کولمبيايي سندرغاړې شکیرا یوازې یو قدم له هغه ریکارډ څخه فاصله لري چې د موسیقۍ په نړۍ کې تر دې وړاندې د ټیلرسویفټ په نامه یوې امریکايي سندرغاړې جوړه کړې وه. 
hqdefault.jpg

شکیرا: له مجردۍ خوند اخلم

طرز پرس: د کلمبیا د مشهورې سندرغاړې شکیرا وروستۍ سندره «سولترا» یا «مجرده ښځه» په بې‌ساري ډول د خلکو پام ځان ته را اړولې او ډېره زیاته مشهوره شوې ده.