ناتمامه جګړه؛ د تقدیر د طوفانونو منځ کې د یوې ښځې کیسه

فرزانه محمدي

طرز پرس

5 حمل 1404

07b0a8729a610c6aaa2a2551f9673e3c.jpg

زه آمنه یم. هغه نوم چې زما لپاره له قران څخه غوره شوی دی.
دا هغه نوم دی چې ټول اسناد مې ورسره تړلي شوي دي. خو زما د «ملکې» نوم ډېر خوښيږي. داسې بریښي چې دا نوم زما هیلو ته نږدې دی. زه یوازې شپږ میاشتې وم چې د تقدیر بې رحمه لاس د پلار سیوری راڅخه واخیست. مور مې، لکه د ټولو ځوانو کونډو ښځو، د یوه نارینه سیوري ته اړتیا درلوده، نو واده یې وکړ. خو زه او زما مشره خور د خپل بابا کور ته تبعید شوو.

زه وایم "تبعید"!
خو تبعید څه ته وایي؟ د هغو خلکو څخه بېلیدو ته چې ستا لپاره ګران وي.
موږ هم بېل شوي وو. خور مې یوازې شپږ کلنه وه، او زه د لسو میاشتې ومه چې بیا مو خپله مور ونه لیده. ځکه مې د مور د لرلو هیڅ کيسه په ذهن کې نشته.

زه د درېیم ټولګي زده کوونکې وم چې بی‌بي جان مې له دنیا څخه سترګې پټې کړې. درې کاله وروسته، زما نیکه هم وفات شو. بیا موږ بې‌کوره شوو. تره‌ګانو مې زموږ پالنه ومنله. خو ژوند له داسې خلکو سره چې نه یې له مینې، بلکې یوازې د مسوولیت له امله دې زغمي، ډېر سخت وي.
ژوند ستونزمن و. او له مور او پلار پرته یوازیتوب خو لا سخت و. خو همدا یوازیتوب و چې زه یې پیاوړې کړې وم.

یاهم شاید همدا د پیاوړې پاتې کېدو انګېزه وه، چې ما ته یې هیڅکله ارامي رانکړه.
زه لا د نهم صنف زده کوونکې وم چې طالبان راغلل، حکومت بدل شو، او ټولې نجونې په کورونو کې بندې شوې. تر اوسه چې هغه دوران رایادوم، زړه مې درزیږي. یو تور پړاو و. ژوند ورځ تر بلې سختېده، اقتصاد هم خراب و، او موږ خپل تره کور کې اضافي میلمانه ګڼل کېدو.
کله چې طالبان ووتل، د ښځو ژوند یو ځل بیا بدله شوه. په دفترونو کې به ښځې ګمارل کېدې.

زه هم له هماغه ښځو څخه وم چې د کم عمر او کم تحصیل باوجود مې هڅه کوله چې کار پیدا کړم، څو د نورو پر اوږو زما د وجود بار کم شي.
لومړی د "IOM" په نوم دفتر کې مې دوه میاشتې کار وموند، بیا مې یو نیم کال بل دفتر کې کار وکړ. وروسته، په UNHCR کې مې رسمي دنده پیل کړه. ما یوازې اوس د خپلواکي خوند احساس کړ، که څه هم دا خپلواکي له سختیو ډکه وه. خو دا چې ځان مې نور پر چا بار نه احساساوه، لږه آرامي به یې راکوله.

خو ایا ژوند ما سره جوړ جاړی درلود؟
تره مې په ټینګار سره واده ته یې مجبوره کړم، له یو داسې سړي سره چې شل کاله راڅخه مشر و او د هغه وخت د افغانستان د اردو افسر و.
زما مېړه یو ځان‌خوښی، جګړه‌مار، مغرور او توند مزاجه سړی و، چې کله به کور ته راغی، چیغې به یې وهلې، بهانې به یې کولې.

خو زه وجنګېدم، زده کړې مې وکړې.
زما معاش په ډالرو و، او مېړه مې نشو زغملی چې زما عاید تر ده لوړ دی.
د همدې لپاره یې پلمې جوړولې او بالاخره یې مجبوره کړم چې استعفا ورکړم، ځکه یې دفتر "بهرنی" باله.

خو زه د ټولو ستونزو باوجود بریالۍ شوم، او د سید جمال‌الدین دارالمعلمین څخه فارغه شوم.
په معارف ریاست کې مې دنده ترلاسه کړه.
خو مېړه مې په یو ټکر کې سخت ژوبل شو، او زه اړ شوم چې دنده پرېږدم او د ده پالنه وکړم.
خو دا پېښه هم هغه بدل نکړ.
کله چې روغ شو، بېرته یې ظلمونه پیل کړل. داسې ښکارېده چې د دې تور ژوند نقشې مخکې تر مخکې رسم شوې وې.

زه د دوو لوڼو او دوو زامنو مور شوم. دنده پیدا کول سخت شول، نو ما د احصایې په سختو سروي کارونو کې کار پیل کړ.
زما مېړه نه یوازې خپل معاش پر ځان لګاوه، بلکې زما عاید یې هم مصرفاوه. زه نه پلار لرلم چې تکیه پرې وکړم، نه ورور، نه مور، چې زړه ورته تش کړم.

کله چې طالبان بېرته واک ته راغلل، زه یو ځل بیا بې‌کاره شوم.
زما مېړه، د خپلې دندې له امله، په کور کېناست.
زه او لور مې د کار موندلو هڅه وکړه، لور مې د "افغان لایف" په یوټیوب چینل کې کار وموند، او زه د خیاطي دفتر کې بوخته شوم.
لور مې ماډله شوه، خو تر هغه وروسته چې طالبانو محدودیتونه زیات کړل، موږ دواړه بیکاره شوو.

موږ له هیچا مرستې ترلاسه نه کړای شوې. د اسنادو د نوم د تضاد له امله، زما لاس هیڅ‌چېرې ونه رسېد.
مجبور شوو ایران ته لاړ شو.
څلور میاشتې لا نه وې تېرې چې مېړه مې بېرته ناروغ شو، خو دا ځل اجل مهلت ورنکړ.
زه یې د څلورو اولادونو سره، د پردي وطن په کوڅو کې یوازې پرېښودم.

څو میاشتې وروسته، زما یوه خپلوانه د خپلې زوی لپاره زما د لور خواستګاري وکړه. زه هیله‌منه وم چې شاید لور مې د ما په څېر نه شي، نو واده مې ورته قبول کړ.
خو ګواکي قسمت نه بدلېده.
زوم مې اوس زما لور ته طعنې ورکوي، چې ولې یې ماډلې کړې؟ ولې یې یوټیوب کې کار کاوه؟

زه او بله لور مې دواړه د شیراز په ښار کې کار کوو، خو ژوند ورځ تر بلې سختېږي.
د خپلو اولادونو نامعلوم برخلیک مې زړه ټوټه-ټوټه کوي.

زه د دوو نومونو ښځه یم، چې د هېڅ یوه تر سیوري لاندې مې د خوشحالۍ رنګ ونه لید.

د دې ژوند مسوول څوک دی؟
پلار؟ چې ژوندی نه و؟
مور؟ چې د خپل ژوند پسې لاړه؟

یا هغه قوانین؟ چې هیڅکله د ښځو ملګري نه شول؟

زه لا هم فکر کوم... دا زه نه وم چې دومره وجنګېدم...
خو هېڅ جګړه مې ونه ګټله.

مېړه مې د خپل ژوند په وروستیو کې خپلو اولادونو ته اعتراف وکړ:
"مور مو یوه ښه ښځه وه، خو ما یې قدر ونه کړ!"

خو اوس څه ګټه؟
زه بېرته ځوانه نه شوم،
زه د هغو شپو دردونه هېڅکله نه شم هېرولی،
زه باید لا هم د دې درنې ژوند بار اوږه کړم،
ترڅو مې لوڼې زما په څېر نه شي،
او زامن مې د خپل پلار په څېر نه شي.

هیله لرم چې څوک زما غږ واوري، او زما او زما د اولادونو لپاره یو څه وکړي.