یوه ډله افغان شاعران، لیکوالان او فرهنګيان د یو کمپاین په پیلولو سره د طالبانو رژیم له خوا د یو شمېر کتابونو پر بندیز خپل اعتراض څرګند کړی دی. دا کمپاین د طالبانو د هڅو پر وړاندې د فرهنګي مقاومت سمبول ګڼل کېږي، چې غواړي د ازاد فکر او مطالعې مخه ونیسي.
معترض فرهنګیان د ټولنیزو شبکو له لارې د کتاب لوستلو ویډیوګانې خپروي او خلک دې کمپاین ته د ګډون لپاره هڅوي. دوی د طالبانو له خوا د سیاسي، فلسفي، دیني او هنري کتابونو بندیز یوه «غلطه» او «ظالمانه» کړنه ګڼلې او په مطالعې او فکري آزادۍ یې ټینګار کړی دی.
اوس دغه فرهنګيان پلان لري، داسې یو سافټویر جوړ کړي چې پکې هغه کتابونه شامل وي چې طالبانو بند کړي یا ښايي په راتلونکي کې بندې کړي. د دې اعتراضي حرکت مسؤلینو ویلي چې دا کار د پوهې او فرهنګ د ساتنې او ترویج لپاره د طالبانو د ځپونکو اقداماتو پر وړاندې یو سمبولیک ګام دی.
د هغو کتابونو ټولول چې د طالبانو له ایدیولوژۍ سره سمون نه خوري، په افغانستان کې یې خلکو ته ژورې اندیښنې راولاړې کړې دي. ګڼ شمېر کارپوهان باور لري چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان د فکري او فرهنګي ودې مخه نیسي، بلکې دغه هېواد به په علمي او فرهنګي برخو کې نوره هم ګوښه کړي.