ملي موزیم څخه د ليدونکو شمېر زيات شوی دی

طرز پرس

25 سرطان 1403

610x.jpeg

د افغانستان د ملي موزيم مسوولين وايي، چې په دې وروستيو مياشتو کې د پخوا په پرتله دغه موزيم ته د ليدونکو شمېر زيات شوى دى.
د طرز پريس د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې پنځه زره کسانو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه کړې او د افغانستان له تاریخي اثارو سره یې لېوالتیا ښودلې ده. د دغه موزيم مرستيال له طرز پرس سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د ليدونکو ډېره برخه بهرني سيلانيان او محصلين دي. د ملي موزيم مرستيال محمد يحيى وايي، چې دوى پر سيلانيانو د ټکټونو له پلور څخه څه باندې سل زره افغانۍ ترلاسه کړې او د سيلانيانو لپاره يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
په همدې حال کې د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د هېواد د تاریخ د لېږدوونکي په توګه د موزیمونو پر ضرورت ټینګار کوي او وايي چې د ملي موزیم د اهمیت په اړه باید عامه پوهاوي ډېره شي.