شکیرا: له مجردۍ خوند اخلم

طرز پرس

21 میزان 1403

hqdefault.jpg

طرز پرس: د کلمبیا د مشهورې سندرغاړې شکیرا وروستۍ سندره «سولترا» یا «مجرده ښځه» په بې‌ساري ډول د خلکو پام ځان ته را اړولې او ډېره زیاته مشهوره شوې ده.
شکیرا په دې سندره کې له ځان سره د مینې او د مجردۍ «یوازیتوب» له ژوند څخه د خوند اخېستو په اړه وايي. دا سندره له هغه وروسته خپره شوه چې شکیرا او جرارد پیکه له یو بل څخه جلا شول، او د «ښځې نور ژړا مه کوئ» په نوم یې یو نوی سندریز البوم بازار ته راغی.
د العربیه د راپور له مخې، اوس شکیرا پلان لري چې ډېر ژر په سویلي امریکا کې د خپلو کنسرتونو سفر پیل کړي. د «اولا» وېبپاڼې لیکلي چې په مکزیک سټي کې د هغې د لومړي کنسرت ټکټونه په هماغه لومړي ساعت کې وپلورل شول او د مینه والو شمېر له هغې ډېر وو چې مخکې د شکیرا ټیم یې اټکل کړی و.
شکیرا د هنر او نڅا په برخه کې د خپل لوړ استعداد له مخې د موسیقۍ په نړۍ کې توانېدلې چې ځانته یوه ځانګړې ځای پیدا کړي او په ډېر لږ وخت کې ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي.