طرز پرس: د افغانستان ښارونه په تېرو دوو لسیزو کې په چټکۍ سره پراخې شوې او د وګړو نفوس پکې په بېساري ډول زیات شول. د افغانستان پلازمېنه، کابل چې نفوس یې له اووه څخه تر اته میلیونو کسانو پورې دی، په ځانګړې توګه له یو جدي زیربنایي بحران سره مخامخ شوې ده. خو دا چټکه پراختیا په هېڅ ډول د ښاري بنسټیزو چارو له کیفیت او د ښاري کلتور په ترویج کې همغږی نه دی.
په دې موده کې، د افغانستان مخکینیو حکومتونو د ښاري ودې د مدیریت لپاره واضح تګلارې وړاندې نه کړل، او همدې مسئلې په لویو ښارونو کې د جدي ستونزو لامل شول. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، که څه هم د سړک جوړولو په برخه کې ځینې ګامونه اخیستل شوي، خو بیا هم د افغانستان د ښارونو د زیربنایي او چاپیریالي ستونزو د حل لپاره هېڅ جامع او اوږدمهاله پلان نه لیدل کېږي.
د ښاري مدیریت لپاره د دقیق سیاست نشتون
یوه له اساسي ستونزو چې د افغانستان ښارونه ورسره مخ دي، د مؤثرو او د ښاري اصولو پر بنسټ د پلان نشتون دی. په تېرو دوو لسیزو کې، د افغانستان د ښارونو نفوس، په ځانګړې توګه کابل، په بېسارې توګه زیات شو. د نفوس دا زیاتوالی د زیربناوو پرمختګ او ښاري خدماتو ته اړتیا لرله، خو د وخت حکومتونو په دې برخه کې پاتې راغلل. د ښاري پراختیا په برخه کې د یو جامع پلان د نه جوړولو او پلي کولو له امله، ډېری ښاري پروژې بېنظمۍ او بېپلانۍ سره مخ شوې. په بېلابېلو ښارونو کې غیرقانوني او بېنظمې ودانۍ جوړې شوې، چې د ښار جوړولو له معیارونو څخه بېبرخې وې.
د نفوس د زیاتوالي او له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو د کډوالۍ له امله د کورونو اړتیاوې ډېره شوه، د ځمکې او پانګې سوداګر مخته راغلل او پرته له دې چې د ښاري معیارونو مراعات کړي، د ښارګوټو او کورونو په جوړولو یې پیل وکړ. ډېری دا جوړښتونه نه یوازې د خونديتوب او چاپیریال ساتنې له معیارونو څخه بېبرخې دي، بلکې د ښاري زیربناوو لکه کانالیزاسیون، برېښنا او اوبو له پلوه هم له جدي ستونزو سره مخ دي. کورونه او ښارګوټي ډېری وختونه پرته له دې چې د ښاري پراختیا جامع پلانونه په پام کې ونیسي، جوړ شوي دي او همدا ستونزه په ښارونو کې د بېنظمۍ او چاپیریالي ستونزو د زیاتوالي لامل شوې ده. د بېلګې په توګه، د ښارونو ډېری فاضلاب د کانالیزاسیون مناسب سیسټم د نشتون له امله، کوڅو او سړکونو ته راځي، او دا حالت نه یوازې چاپیریال ککړوي، بلکې د مختلفو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.
د بېنظمې ودانیزې پراختیا له امله د چاپیریال ستونزې
د افغانستان په ښارونو کې یو له لویو ستونزو څخه د چاپیریال ککړتیا ده. غیرقانوني او بېنظمې ودانۍ پرته له دې چې چاپیریالي او روغتیايي مسایل په پام کې ونیسي، د شنو ساحو له منځه تللو، د اوبو او هوا ککړتیا، او په سړکونو کې د کثافاتو د را غونډېدو لامل شوې دي. ډېر نوي جوړ شوي ښارګوټي د کانالیزاسیون له سیسټم سره نښلولو له امله، خپل فاضلاب عامه ځایونو او د سړکونو په غاړو کې روانوي، چې دا مسئله د چاپیریال جدي ککړتیا رامنځته کړې ده.
په افغانستان کې د ښاري کلتور نشتون
یوه بله مهمه ستونزه چې د افغانستان ښارونه ورسره مخامخ دي، د ښاري کلتور نشتون دی. په تېرو دوو لسیزو کې، سره له دې چې ډېرو پانګهوالو په کابل او نورو لویو ښارونو کې د مجللو او لوکس کورونو جوړولو ته مخه کړې، خو د ښار بنسټیزو اسانتیاوو لکه د کوڅو او سړکونو اسفالت، د عامه ځایونو پاکوالی او د مناسبې کثافاتو راټولولو سیسټم په جوړولو کې پاملرنه نه ده شوې. په پایله کې، سره له دې چې د مجللو کورونو ترڅنګ ډېر کثافات را ټول شوي او د هغوی بد بوی ځورونکی دی، خو د دې سیمو اوسېدونکي د چاپېریال پاکولو په برخه کې هېڅ مسؤلیت نه احساسوي.
د ښاري کلتور نشتون دا معنا لري چې ډېری د ښار اوسېدونکي ځانونه د ښار د پاکوالي او نظم مسؤل نه ګڼي او یوازې د خپلو کورونو شاوخوا ته فکر کوي. دا ستونزه نه یوازې چاپیریال نور هم تخریب کړی او د عامه ځایونو ککړتیا یې ډېره کړې ده، بلکې د ښارونو د دوامدار پرمختګ مخه یې هم نیولې ده.
د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني، څو ځلې له دې وضعیت څخه نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د افغانستان خلک ځانونه د کوڅو او ښارونو مالک نه ګڼي او د ښاري ژوند په اړه هېڅ مسؤلیت نه احساسوي. دا بېپامي او د ښاري حقونو او مسؤلیتونو په اړه د خلکو د پوهې نشتون، سبب شوی چې عامه ځایونه بېسرپرسته پاتې شي او د ښارونو چاپېریالي، ترافیکي او ټولنیزې ستونزې په تدريجي ډول زیاتې شي.
د راتلونکې لپاره حل لارې او اړتیاوې
د افغانستان د ښاري ستونزو د حل لپاره لومړنی ګام، د یوې غښتلي او منسجمې ښاري تګلارې جوړول او پلي کول دي، چې په کې د زیربناوو پراختیا، د عامه خدمتونو ښهوالی او د ښاري کلتور د ترویج لپاره تعلیمي پروګرامونه په پام کې ونیول شي. د طالبانو حکومت یا د افغانستان راتلونکی حکومت باید د لنډمهاله او موقتي اقداماتو پر ځای، د ښارونو د دوامدار پرمختګ لپاره اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي او د نړیوالو بنسټونو او غیردولتي سازمانونو سره په همکارۍ، اغېزمن ګامونه پورته کړي.
پر دې سربېره، د ښارونو نظم او د پاکوالي په اهمیت د خلکو د پوهاوي لوړول، د ښارونو پرمختګ لپاره خورا ضروري دي. رسنۍ او مدني بنسټونه کولی شي د ښاري کلتور په خپرولو او د خلکو د مسؤلیت احساس په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوبوي. تر هغه چې د افغانستان خلک ځانونه د خپل ژوند د چاپېریال د پرمختګ او پاکوالي مسؤل ونه ګڼي، ښاري ستونزې به دوام ولري.
چاپېریالي ستونزو ته پاملرنه، د عامه ترانسپورت زیربناوو ښهوالی، د روغتیایي او کانالیزاسیون سیسټمونو پراختیا، او د غیرقانوني ودانیو مخنیوی هغه اقدامات دي چې باید په لومړیتوب کې ځای ولري، څو د افغانستان ښارونه وکولی شي له اوسني وضعیت څخه ووځي او د دوامدار پرمختګ په لور حرکت وکړي.