د مشهورې امریکايي سندرغاړې کنسرت د افراطي بریدونو د احتمال له کبله لغوه شو

طرز پرس

18 اسد 1403

taylor-swift-grammys.jpg

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ټیلور سویفټ کنسرتونه چې ټاکل شوې وه درې ورځې وروسته تر سره شي، د امنیتي ګواښونو له کبله چې د دغه هېواد صدراعظم یې "خطرناک" بولي، لغوه شوي دي.
طرز پرس - د اتریش چارواکو د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د «اګست ۷مه» اعلان وکړ چې دوی دوه شکمن کسان نیولي دي، چې د امنیتي معلوماتو پر بنسټ، د مشهورې امریکایي سندرغاړې ټیلور سویفټ په راتلونکي کنسرت کې د برید پلان یې درلود.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د ټیلور سویفټ د کنسرت جوړونکي هم اعلان وکړ چې په ویانا کې د دې مشهورې امریکايي سندرغاړې کنسرت لغوه شوی او ټول اخیستل شوي ټکټونه به باطل او پیسې به یې بېرته ورکړل شي. شېبه وړاندې د اتریش صدراعظم هم په خپل اکس پاڼه کې د دې برید طرحه "خطرناکه" وبلله او زیاته یې کړه چې کنسرټ په همدې دلیل لغوه شوی دی.