د سولې تېره پوله: د سیاسي بحرانونو په زړه کې د افغانستان د ښځو غږ

حامیه نادري

طرز پرس

1 قوس 1403

۳۳.jpg

طرز پرس: د افغان فلم جوړونکې رویا سادات مستند فلم «د سولې تېره پوله» د دوشنبې په شپه، د لړم په ۲۸مه نېټه، د بروکسل په اروپایي پارلمان کې نندارې ته وړاندې شو. د دې مستند جوړول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په جریان کې پیل شوي وو او سږ کال بشپړ شو. دا فلم د افغانستان د ښځو د بې‌دمې مبارزو کیسه کوي چې د سیاسي او ټولنیزو بحرانونو په زړه کې یې ترسره کړې دي.

په دې مراسمو کې یو شمېر ډیپلوماټانو او د اروپایي پارلمان غړو د دې هنري فلم ننداره وکړه او له دې څخه یې د یوه قوي تصویري سند په توګه یادونه وکړه چې: «د سولې خبرو ترشا کېدونکې پټې او ښکاره حقیقتونه د لیدونکو پر مخ خلاصوي.»

«د سولې تېره پوله» فلم د افغان ښځو د هڅو یوه انځوریزه کیسه وړاندې کوي چې په داسې وختونو کې د خپلو حقونو ساتنه وکړي چې هېواد یې د بحرانونو او سولې خبرو په منځ کې وي. دا مستند د افغان ښځو ستونزو او هیلو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په ځانګړي ډول د سولې خبرو اترو اغېز د دوی پر ژوند ښکاره کوي.

د دې فلم د نندارې په مراسمو کې د هالیووډ مشهوره لوبغاړې مېرل سټریپ په ملګرو ملتونو کې د دې فلم یادونه وکړه او ستاینه یې وکړه.

دا مستند چې د لزلي توماس لخوا جوړ شوی، د رویا فلم کور او میرا سټوډیو ګډ تولید دی. «د سولې تېره پوله» تر دې وړاندې د کاناډا او هند په نړیوالو جشنونو کې نندارې ته وړاندې شوی و او په راتلونکي کې به د نړۍ په بېلابېلو مشهور جشنونو کې هم نندارې ته وړاندې شي. دا فلم نه یوازې د افغان ښځو د مبارزو کیسه کوي، بلکې د سولې او عدالت د نړیوالو ستونزو انعکاس هم دی.