شکیرا یوازې یو قدم د ټيلرسویفت د ریکارډ له ماتولو فاصله لري

طرز پرس

1 عقرب 1403

George-Clooney-Twins-More-Bilingual-Celeb-Kids-Who-Speak-Multiple-Languages-0004.jpg

د هنر په ډګر کې په بېساري ډول ځلېدونکې کولمبيايي سندرغاړې شکیرا یوازې یو قدم له هغه ریکارډ څخه فاصله لري چې د موسیقۍ په نړۍ کې تر دې وړاندې د ټیلرسویفټ په نامه یوې امریکايي سندرغاړې جوړه کړې وه. 
د ټیلر سویفټ کنسرتونو د یو میلیارد ډالرو څخه زیات د ټکټونو له پلور سره د موسیقۍ په نړۍ کې ریکارډ جوړ کړی؛ خو شکیرا دویمه سندرغاړې ده چې دغه ریکارډ ته نږدې شوې ده.
د مېرمن شکیرا د کنسرټونو مسولينو تازه رسنیو ته ویلي چې د شکیرا کنسرتونو ته د ډېرو خلکو د لېوالتیا له کبله، کافي ځای نه پیدا کيږي او دوی حیرانه دي چې څنګه کولی شي د مېرمن شکیرا زرګونه مینه والو ته کنسرت جوړ کړي. د شکیرا د کنسرتونو د مسولينو په وینا، د تقاضا کچه ډېره لوړه ده او د کنسرټونو ټکټونه هغومره پلورل شوي چې دوی یې هېڅکله فکر نه وو کړی.
د مېرمن شکیرا د کنسرتونو مسوولینو د هغه احتمال پخلی کړی چې نوموړې د ټیلرسویفت د کنسرټونو نړیوال ریکارډ مات کړي او زیاته کړې یې ده چې مېرمن شکیرا دغه رېکارډ ته ډېره نږدې شوې ده.
سولترا یا «مجرده ښځه» د مېرمن شکیرا هغه وروستۍ سندره ده چې نوموړې ورسره ډېره مشهوره شوې او د موسیقۍ په نړۍ کې یې تر ټولو ډېر خوښوونکي درلود. مېرمن شکیرا دا سندره له خپل مېړه څخه تر جلا کېدو وروسته ثبت کړې او د سندرې محتوا داده چې دی وايي له جلا ژوند څخه خوند اخلي او پر خپل ځان مینه ده.