د بالیووډ ستوري له فلسطین څخه د ملاتړ په لیکه کې

طرز پرس

24 سرطان 1403

63000e91-6465-4c19-9fbd-db47cd5357d6.jpeg

په فلسطین کې د اوربند لپاره د بشري او سیاسي فعالانو له غبرگون وروسته اوس د بالیووډ او هالیووډ مشهورې ستوري هم د فلسطین د ملاتړ په لیکه کې راښکاره شوي او هيله مند دي چې دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي.
د «طرز پرس» د رپوټ له مخې، د هند د بالیوډ مشهورې څېرې له فلسطینیانو خپل ملاتړ اعلان کړی او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دغې جګړې په اړه بېلابېل غبرګونونه څرګند کړي دي. د هند مشهورې اداکارې عالیه بهټ د خپل انسټاګرام په ستوري کې یو پوسټ شریک کړ چې پکې لیکل شوي «ټول ماشومان د سولې مستحق دي. ټول ماشومان د ژوند کولو مستحق دي. او ټولې میندې د دې وړ دي چې دا شیان خپلو ماشومانو ته ورکړي.» نوموړې داخبره «رفح په لور د ټولو سترګو» له هشټګ سره خپره کړې.
کرینه کپورخان د خپل انسټاګرام په سټوري کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بیړني وجهي صندوق "یونیسف" څخه یو پوسټ شریک کړی چې دا بریدونه په کلکه غندي. د یونیسف د ښه نیت نړیوالې سفیرې پرینکا چوپړا او ورون دهون او دیا میرزا هم خپل په انستاګرام کې د «رفح په لور د ټولو سترګو» عکس شریک کړ. اداکارې دیا میرزا ریکي هم دا عکس له زړه ماتونکي ایموجي سره شریک کړی دی.
په همدې حال کې، د مصنوعي ځېرکتیا لخوا رامنځته شوی عکس چې د ملیونونو وګړو لخوا په انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې شریک شوې، په کمپونو کې هغه خیمې ښیې چې د « رفع په لور د ټولو سترګو» شعارونه پکې لیکل شوي دي. دا عکس د انسټاګرام په تاریخ کې یو له خورا لیدل شوي عکسونو څخه دی او په انسټاګرام کې له 44 ملیون څخه ډیر ځله شریک شوی دی.
سندرغاړې دوا لیپا هم په غزه کې د سمدستي اوربند ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې په خپل انسټاګرام کې یو انځور خپور کړ او ورسره یې ولیکل: «د ماشومانو ژوندي سوځول هیڅکله توجیه کيږي نه. ټوله نړۍ د اسرایلو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره متحرکه شوې ده، مهرباني وکړئ له غزې سره خپل پیوستون څرګند کړئ.»
بیلا حدید، یوه فلسطینۍ موډله چې په ټولنیزو رسنیو کې د فلسطین لپاره یوه کلکه مدافع ګڼل کيږي، هغه عکسونه په خپل انسټاګرام کې شریک کړي، چې په غزې کې پر ولسي وګړو د اسراییلو د بمباریو د غمجنو اغیزو نښې ښیې.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې حماس هم اعلان کړی چې له کوم شرط پرته د خبرو د پیل لپاره د امریکا د وړاندیز ملاتړ کوي او د مذاکراتو د پیل لپاره چمتو دی.