رپوټونه

WhatsApp Image 2025-03-11 at 15.19.56_0b0d1549.jpg

واشنګټن د دوحې په بهیر کې د طالبانو پر ريښتيني مشارکت شک لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا استازې دوروتي شي وویل چې واشنګټن د دوحې په بهیر کې د طالبانو د ريښتيني مشارکت په اړه شک لري. هغې د امریکايي اتباعو د «ناعادلانه» نیولو او د ترهګریزو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو سابقې ته په اشارې سره وویل چې باور جوړول له دې ډلې سره ستونزمن دي.
OIP.jpeg

د کابل او اسلام آباد ترمنځ کړکیچ؛ د تورخم بندر د ۱۸مې ورځې لپاره تړلی پاتې دی

تورخم بندر، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، اتلس ورځې کیږي چې تړلی پاتې دی. د دې اوږدمهاله بندیدو له کبله، د اقتصادي بحران ترڅنګ، مسافر، سوداګر او هغه ناروغان چې طبي خدماتو ته اړتیا لري، له پراخو ستونزو سره مخ دي. د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ پرله‌پسې مذاکرات تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې، او د دې ستراتیژیکې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره دیپلوماتیکې هڅې له کړکېچ سره مخ شوې دي.
WhatsApp Image 2025-03-10 at 15.56.11_22c0ef1d.jpg

ځانګړی راپور: درې ماشومان په درې ولایتونو کې په مرموز ډول وژل شوي دي

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، خو طرز پرس په ځانګړي ډول موندلي چې په ورستیو ورځو کې درې ماشومان د افغانستان په درې ولایتونو لکه بدخشان، کندز، او تخار کې په مرموز او بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
06.png

د ښځو نړیواله ورځ؛ «له نړیوالو څخه د افغانو ښځو غوښتنې څه وې؟»

په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ نور د لاسته راوړنو د نمانځنې ورځ نه ده، بلکې د مقاومت او عدالت غوښتنې یو سمبول ګرځېدلی دی. څلورم کال لپاره په پرله‌پسې ډول، د افغانستان ښځې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ دي، خو بیا هم د ازادۍ او بنسټیزو حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.
OIP (2).jpeg

د امریکا د کانګرس دیموکرات غړو د افغان کډوالو د ویزو د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې

واشنګټن – د دوریس ماتسوی په مشرۍ د امریکا د کانګرس ۴۷ دیموکرات استازو، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې د افغان کډوالو د ویزو د بندېدو له پایلو اندېښنه ښودلې ده. په لیک کې ویل شوي چې د ټرمپ دا پرېکړه نه یوازې د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې ده، بلکې د هغو افغانانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
cv4ztgmjtwt81.jpg

د امریکا د پورن فلمونو ستورې ویتني رایت افغانستان ته تللې؛ سفر یې بحثونه پارولي

د پورن فلمونو مشهوره امریکایۍ ستورې ویتني رایت په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر کړی او دا موضوع د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو، فعالانو او رسنیو ترمنځ بحثونه یې پارولي دي. ویتني رایت، افغانستان ته د خپل سفر انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر، د آریانا هوايي شرکت الوتکه، د هرات تاریخي ودانۍ، د سیمې شاوخوا بازارونه او د ښار کوڅې پکې لیدل کېږي. خو د پام وړ خبره دا ده، چې دا لوبغاړې پخپله په کوم انځور کې نه‌ ده ښکاره شوې.
2.JPG

د نوي یونیفورم تحمیل؛ د افغانستان د زده‌کړیز نظام د طالباني کولو هڅه

د طالبانو د پوهنې وزارت د تازه پرېکړې له مخې، د افغانستان ټول زده‌کوونکي به د ۱۴۰۴ تعلیمي کال له پیله، د دې ډلې له حکم سره سم نوی یونیفورم واغوندي. د دې پرېکړې له مخې، د لومړي څخه تر نهمو ټولګیو زده‌کوونکي به شین کمیس او پرتوګ، له سپینې خولۍ سره، او د لسم څخه تر دوولسمو ټولګیو زده‌کوونکي به سپین کمیس او پرتوګ، له لونګۍ سره واغوندي.
Gkis2jGWUAA9cZh.jpeg

د هرات امنیتي کنفرانس: د طالبانو د مخالفو ځواکونو د انسجام پر اړتیا ټینګار وشو

په مادرید کې د هرات دولسم امنیتي کنفرانس د افغانستان د سیاسي وضعیت او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د راتلونکي څرنګوالي په اړه پر خبرو اترو متمرکز و. د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم د پخوا په پرتله خطرناک شوی او د نړیوالې ټولنې له لوري د دوی په رسمیت پېژندل به جدي امنیتي پایلې ولري.
thumbs_b_c_697279c2b1c17eca6eba355237d30559.jpg

د المان د بهرنیو چارو وزیرې ته لیک؛ د افغان کډوالو د منلو بهیر مه دروئ

يو شمير افغانو معترضو ميرمنو او افغان خبريالانو  د المان له خارجه وزير آنالنا بربوک څخه په يوه استول شوي رسمي لیک کې غوښتي له هغو افغان کډوالو دې ملاتړ وکړي چې په دريمو هېوادنو کې ژوند کوي.