د المان د بهرنیو چارو وزیرې ته لیک؛ د افغان کډوالو د منلو بهیر مه دروئ

حامیه نادری

طرز پرس

4 حوت 1403

thumbs_b_c_697279c2b1c17eca6eba355237d30559.jpg

يو شمير افغانو معترضو ميرمنو او افغان خبريالانو  د المان له خارجه وزير آنالنا بربوک څخه په يوه استول شوي رسمي لیک کې غوښتي له هغو افغان کډوالو دې ملاتړ وکړي چې په دريمو هېوادنو کې ژوند کوي.

دوی همدا راز ټينګار لري چې د افغانانو د پناه اخيستنې د پروسې لړۍ دې چټکه شي او په ودرېدو یې خواشيني دي. دغه معترضين زياتوي چې د افغانستان شرايطو ته په کتو افغان ميرمنې او د بشري حقونو فعالانې د نړيوالو زياته پاملرنې ته اړتيا لري.

دغه لیک چې د جمعې په ورځ د فبرورۍ۲۱مه د المان د بهرنیو چارو وزیرې يو نږدې کس ته ورکړل شوې پکې زياته شوې ده چې د المان حکومت دې د ښځو په ګډون د بشري حقونو فعالانو څخه ملاتړ وکړي. دوی د المان خارجه وزيرې ته په ټينګار سره ويلي چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته ښځې له شکنجې جنسي  تاوتريخوالي سره مخ شوي او ورځ تربلې پرې محدوديتونه وضعه کيږي. دوی په دې ليک کې وايي چې افغانې ميرمنې او د بشري حقوونو فعالانو په افغانستان کې د خپلو مدني فعالايتونو له امله له ګواښ سره مخ دي او ځينې يې د نيولو او ان د اعدام‌ له خطر سره مخ شوي.

د ياد لیک استوونکو د اغلې آنالنا بربوک څخه په ځانګړي توګه غوښتي چې افغانې ښځې د هغې ملاتړ ته ضرورت لري او هيله يې ښودلې چې د افغان پناه غوښتونکي په ځانګړي ډول د ميرمنو د منلو بهير دې نه دروي. دغو ميرمنو ويلي المان دې له افغان ښځو ملاتړ وکړي دوی زياتوي که المان د پناه غوښتونکو د منلو په بهير کې تغيرات راولي نو د ډيرو زيان منونکو افغانو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.