
واشنګټن – د دوریس ماتسوی په مشرۍ د امریکا د کانګرس ۴۷ دیموکرات استازو، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې د افغان کډوالو د ویزو د بندېدو له پایلو اندېښنه ښودلې ده.
په لیک کې ویل شوي چې د ټرمپ دا پرېکړه نه یوازې د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې ده، بلکې د هغو افغانانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
د یادو استازو په وینا، له بندیز وړاندې ۱۶۰۰ افغانان د سفر اجازه لرله، ۱۰ زره نور د لېږد لپاره چمتو وو، او ۴۰ زره نور د ویزې وروستي مراحل تېروي. اوس، د دې بندیز له امله، دغه کسان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
دیموکرات استازو خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه د زرګونو افغانانو ژوند ته ګواښ پېښوي، چې د طالبانو له لوري تر څار لاندې دي. دوی ټینګار کړی چې د پناه غوښتونکو د منلو درول نه یوازې بشري ناورین زیاتوي، بلکې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم له مالي بحران سره مخ کوي.
په لیک کې د یوه افغان، ګل، کیسه یاده شوې، چې له خپلې مېرمنې سره امریکا ته رسېدلی، خو څلور ماشومان یې لا هم افغانستان کې بند پاتې دي. د ټرمپ نوې پرېکړه د دوی د یوځای کېدو مخه نیولې ده.
په پای کې، دیموکرات استازو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې دا پرېکړه بېرته واخلي او د افغان متحدینو لپاره د پناه او ویزو اسانتیاوې بېرته فعالې کړي.