د نوي یونیفورم تحمیل؛ د افغانستان د زده‌کړیز نظام د طالباني کولو هڅه

حامیه نادري

طرز پرس

10 حوت 1403

2.JPG

د طالبانو د پوهنې وزارت د تازه پرېکړې له مخې، د افغانستان ټول زده‌کوونکي به د ۱۴۰۴ تعلیمي کال له پیله، د دې ډلې له حکم سره سم نوی یونیفورم واغوندي. د دې پرېکړې له مخې، د لومړي څخه تر نهمو ټولګیو زده‌کوونکي به شین کمیس او پرتوګ، له سپینې خولۍ سره، او د لسم څخه تر دوولسمو ټولګیو زده‌کوونکي به سپین کمیس او پرتوګ، له لونګۍ سره واغوندي.

تر دې وړاندې، د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده یوه نهه‌ماده‌ییزه لایحه لاسلیک کړې وه چې له مخې یې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د کالي، پرتوګ، لونګۍ او یا سپینې خولۍ د یونیفورم په توګه کارولو ته اړ ایستل شوي وو.

د نوي یونیفورم د جبري کولو پرېکړه د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده. ډېری افغانان باور لري چې طالبان د تعلیمي نصاب تر بدلون وروسته، اوس د زده‌کوونکو پر لباس هم محدودیتونه لګوي، څو د زده‌کړې نظام په بشپړ ډول د خپلې ایډیالوژۍ تابع کړي.

کارپوهان وايي، طالبان هڅه کوي چې تعلیمي نظام د خپل واک لاندې راولي او د یونیفورم تغییر د هغوی د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې موخه یې پر نوي نسل د افراطي افکارو تحمیل دی.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان پر زده‌کړییز نظام یې سخت محدودیتونه وضع کړي، چې په کې د نجونو د تعلیم بندیز، د ځینو مضامینو حذف کول او پر نصاب سخت کنټرول دي. اوس، د یونیفورم تحمیل د تعلیمي نظام پر لا زیات کنټرول د طالبانو بل ګام ګڼل کېږي. دا بدلونونه نه یوازې د خلکو نارضایتي زیاته کړې، بلکې د افغانستان د ځوان نسل د راتلونکي په اړه یې ژورې اندېښنې راپارولې دي.