د امریکا د پورن فلمونو ستورې ویتني رایت افغانستان ته تللې؛ سفر یې بحثونه پارولي

صمیم بارکزی

طرز پرس

10 حوت 1403

cv4ztgmjtwt81.jpg

د پورن فلمونو مشهوره امریکایۍ ستورې ویتني رایت په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر کړی او دا موضوع د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو، فعالانو او رسنیو ترمنځ بحثونه یې پارولي دي. ویتني رایت، افغانستان ته د خپل سفر انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر، د آریانا هوايي شرکت الوتکه، د هرات تاریخي ودانۍ، د سیمې شاوخوا بازارونه او د ښار کوڅې پکې لیدل کېږي. خو د پام وړ خبره دا ده، چې دا لوبغاړې پخپله په کوم انځور کې نه‌ ده ښکاره شوې.

د دې سفر خبر په افغانستان او بهر کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ترمنځ توده شوې ده. ډېری فعالان نیوکه کوي چې طالبان د اسلام په نوم افغانې ښځې له کار، زده‌کړې او عامه ژوند څخه محرومې کړي، خو یوه امریکایۍ پورن ستورې ته افغانستان ته د سفر زمینه برابروي.

ځینې خلکو پوښتنه کړې، چې طالبان ولې د افغان مېرمنو لپاره سخت قوانین وضع کوي، خو د سکسي فلمونو یو لوېدیځۍ مېرمن کولی شي آزادانه افغانستان ته سفر وکړي.

په مقابل کې، د طالبانو ځینو پلویانو ادعا کړې چې دا سفر د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د امنیت نښه ده او ښيي چې افغانستان اوس د بهرنيو لپاره خوندي ځای دی.

د ویتني رایت له خوا د دې سفر هدف تر اوسه نه‌ دی څرګند شوی او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه‌ دی ښودلی. ځینې شنونکي ګومان کوي، چې دا سفر ممکن د طالبانو د نرم‌ښودلو لپاره تبلیغاتي بڼه ولري، یا دا چې د کومې استخباراتي اجنډا یوه برخه وي.