
په مادرید کې د هرات دولسم امنیتي کنفرانس د افغانستان د سیاسي وضعیت او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د راتلونکي څرنګوالي په اړه پر خبرو اترو متمرکز و. د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم د پخوا په پرتله خطرناک شوی او د نړیوالې ټولنې له لوري د دوی په رسمیت پېژندل به جدي امنیتي پایلې ولري.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر، رایان کراکر په دې ناسته کې وویل چې طالبان د ۹۰یمو کلونو په پرتله لا ډېر سختدریځه شوي او دا ډله د سیمې او نړۍ لپاره یو دوامداره تهدید دی. هغه خبرداری ورکړ چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر ځای، د یوه باثباته بدیل د موندلو لپاره هڅې وکړي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان پخواني چارواکو، د طالبانو ضد سیاسي مشرانو او نړیوالو شنونکو ګډون درلود. رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار، رنګین دادفر سپنتا «د افغانستان ملي ولسي مجمع» د جوړېدو وړاندیز وکړ، څو د طالبانو ضد ډلې سره راټولې کړي او د افغانستان لپاره یو ګډ سیاسي حل رامنځته کړي. هغه وویل چې د طالبانو پر ضد جلا جلا هڅې بېنتیجې دي او یوازې د یووالي له لارې د دې ډلې پر وړاندې اغېزناک دریځ نیول کېدای شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي، محمود صیقل، هم له طالبانو سره د تیرو مذاکراتو ناکاميو ته اشاره وکړه او وویل چې دا ډله تل له سیاسي هوکړو سرغړونه کړې.
د هرات امنیتي کنفرانس، چې پخوا په افغانستان کې ترسره کېده، خو اوس په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو له کبله له هېواده بهر جوړېږي. په دې ناسته کې د طالبانو پر ضد د همغږې تګلارې پر اړتیا بحث وشو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پر ګډو حل لارو خبرې اترې وشوې.