
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یو شمېر معترضو افغانو ښځو په پاکستان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانو ښځو او کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د طالبانو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.
دغو ښځو ټینګار وکړ چې د وروستیو تحولاتو له کبله، افغانې ښځې له زده کړو، کار، د بیان ازادۍ او ټولنیز مشارکت بې برخې شوې دي او له یوه له تر ټولو شدید بشري او حقوقي بحران سره مخ دي. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي او د ښځو د حقونو د نقض مواردو ته د نړیوالو قضايي بنسټونو له لارې رسېدګي وکړي.
معترضو ښځو د افغانستان په ګډون په پاکستان کې د کډوالو وضعیت بحراني وباله او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د کډوالو دوسیو ته د رسېدنې بهیر چټک کړي. دوی له کوربه هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې د کډوالو له جبري شړلو ډډه وکړي او هغوی ته د روغتیا، زده کړو او کاري فرصتونو اساسي حقوق برابر کړي.
راحیل تلاش، چې د دې غونډې له تنظیموونکو څخه ده، وایي:
«موږ افغان ښځې نه په خپل هېواد کې خوندي یو او نه په جلاوطني کې. په افغانستان کې وځورول شو او په مهاجرت کې بې برخلیکه پاتې یو. که نړۍ واقعاً پر برابري او د ښځو پر حقونو باور لري، باید زموږ د ژغورلو لپاره اقدام وکړي. نشي کولای له برابري خبرې وکړي، خو د افغان ښځو پر سرنوشت چوپ پاتې شي.»
په دې پرېکړهلیک کې راغلي چې د افغانستان ښځې د مارچ اتمه د جشن نه، بلکې د مبارزې او عدالت غوښتنې د ورځې په توګه یادوي. دوی ټینګار کړی چې که د هېواد دننه وي او که په تبعید کې، خپلو اساسي حقونو ته د رسېدو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې تمه لري چې په دې لاره کې یې ملاتړ وکړي.