سیمه

WhatsApp Image 2025-02-26 at 16.59.14_043ca2cd.jpg

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر: له ایران سره مقابلې لپاره نظامي اقدام ضروري دی

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون سعار، له "پولتیکو" رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې تل‌ابیب ممکن د ایران د اټومي پروګرام د مخه نیولو لپاره نظامي اقدام ته اړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران پر ضد د نظامي اقدام لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ملاتړ حساب کوي.
3197006714_d246823054_b.jpg

دیلي تلګراف: ایران پر خپلو اټومي مرکزونو د اسرائیل او امریکا احتمالي برید ته اندېښمن دی

باخبرو سرچینو ویلي چې ایران د اسرائیل او امریکا د احتمالي برید له ویرې، د خپلو اټومي او توغندیزو تأسیساتو امنیتي تدابیر ډېر کړي او د امریکا او اسراييل لخوا د دغو تأسیساتو په نښه کېدو ته اندېښمن دی.
OIP (1).jpeg

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګئی لاوروف، به په راتلونکو ورځو کې له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي. د دې سفر هدف د سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې اترې بلل شوي دي.
GkIOyCMW8AAEO8V.jpeg

د پنجاب اووه اوسېدونکي تېره شپه په بلوچستان کې وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نامعلومو وسله‌والو د بلوچستان په برخان سیمه کې اووه مسافر له یوه بس څخه ښکته کړي او په ډزو وژلي دي. دا برید د سې شنبې په شپه ناوخته د «فبروري۱۸مه» ترسره شوی او ویل کیږي چې ټول قربانیان د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.
OIP (1).jpeg

ټرمپ: غوره ده چې د ایران ستونزه له یوې سوله ییزې اټومي هوکړې له لارې حل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران د برید راپورونه حقیقت نه لري. نوموړي په خپل ټولنیز شبکه تروث‌سوشال کې ولیکل: «زه غوره ګڼم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه سوله ییزه او معتبره اټومي هوکړه لاسلیک شي او دا هوکړه ایران ته اجازه ورکړي چې په سوله‌ییز ډول وده او پرمختګ وکړي.»
WhatsApp-Image-2020-02-24-at-12.38.27-PM.jpeg

ټرمپ لخوا نرندرا مودي ته بلنه؛ په سیمه کې د هند د ستراتژیک موقعیت پیاوړتیا

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړی وزیر نرندرا مودي ته بلنه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ سپینې ماڼۍ ته د ده لیدنې لپاره ورشي.
4777777.jpg

۱۸ پاکستاني پوځيان په بلوچستان کې وژل شوي دي

د پاکستان پوځ ومنله چې د بلوچستان ایالت په قلات ولسوالۍ کې له وسله والو اورپکو سره په یوه جګړه کې لږ تر لږه د دوی ۱۸ پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ په وینا، دا جګړه د جمعې په شپه د دلوې ۱۲مه، رامنځته شوې وه.
1.jpg

پزشکیان له پوتین سره په لیدنه کې: د ایران او روسیې اړیکې «حساسې او حیاتي» دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مسکو په سفر کې او د کرملین ماڼۍ کې له ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران لپاره له روسیې سره اړیکې «حساسې او حیاتي» دي. هغه زیاته کړه: «موږ په دې لاره کې ټینګ ولاړ یو.»
WhatsApp Image 2025-01-14 at 14.15.11_574d21d3.jpg

انور الحق کاکړ: له تروریزم سره مبارزه کوو، که یوه پېړۍ وخت هم ونیسي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي، د ناټو او امریکا هغه پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې شوي وو، اوس د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه وسلې د پاکستان او سیمې لپاره امنیت لپاره یو بالقوه ګواښ جوړ شوی دی.
GgdZn7sa8AAc_lN.jpg

بلوچستان کې ځانمرګی برید: «یوشمېر پاکستاني پوځيان ژوندي وسوځېدل»

د پاکستان د بلوچستان په تربت سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یو کاروان د «بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې» له لوري د یوه مرګوني ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. ډاکټر امجد میرزا، چې د پېښې یو عیني شاهد دی، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «یوشمېر پاکستاني پوځيان په برید کې ژوندي وسوځېدل. د سوځېدونکو موټرو او د اور لمبو له کبله اسمان نارنجي ښکاره کېده.»