
د پاکستان پوځ ومنله چې د بلوچستان ایالت په قلات ولسوالۍ کې له وسله والو اورپکو سره په یوه جګړه کې لږ تر لږه د دوی ۱۸ پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ په وینا، دا جګړه د جمعې په شپه د دلوې ۱۲مه، رامنځته شوې وه.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، په دې نښته کې « ۱۲ یاغي وسله وال» هم وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، یاغیانو غوښتل چې په عامه سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي او د خلکو ژوند وګواښي، خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول او د یاغیانو دا طرحه شنډه شوه. همداراز، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په بلوچستان کې یې د تصفیوي عملیاتو لړۍ پيل کړې، چې په ترڅ کې یې تر اوسه «۱۱ یاغیان» وژل شوي دي.