پزشکیان له پوتین سره په لیدنه کې: د ایران او روسیې اړیکې «حساسې او حیاتي» دي

طرز پرس

28 جدی 1403

1.jpg

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مسکو په سفر کې او د کرملین ماڼۍ کې له ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران لپاره له روسیې سره اړیکې «حساسې او حیاتي» دي. هغه زیاته کړه: «موږ په دې لاره کې ټینګ ولاړ یو.»

پزشکیان د ایران او روسیې د ستراتیژیکو همکاريو د پراخې طرحې په اړه وویل چې دا طرحه د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره جوړه شوې ده او وروستي پړاوونو ته رسېدلي دي. هغه څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د وزیرانو ترمنځ ډېری موافقې وروستۍ شوې دي او ډېر ژر به لاسلیک شي.

پوتین هم په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې روسیه په سیمه کې، ایران د اعتماد وړ شریک ګڼي او د دې اړیکو د پراختیا لپاره پوره چمتووالی لري.