
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړی وزیر نرندرا مودي ته بلنه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ سپینې ماڼۍ ته د ده لیدنې لپاره ورشي.
که څه هم واشنګټن او نوي دهلي د دې سفر په اړه تر اوسه هیڅ جزئیات نه دي ورکړي، خو د نړیوالو اړیکو کارپوهانو باور لري چې د ټرمپ لخوا د هند لومړي وزیر ته بلنه ورکول د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکې او د هند د ستراتیژیک موقعیت پیاوړتیا ته اشاره لري.
ټرمپ مخکې له دې، د جنورۍ په ۲۷ نیټه د هند له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړې وې، چې په هغه کې یې هند ته د امریکا جوړو شويو امنیتي تجهیزاتو د اخېستو سپارښتنه کړې وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی و. دا په داسې حال کې دی چې د سیمې وضعیت د ځینو بدلونونو شاهد دی.
د ایران او روسیې له ملاتړ سره، د بشار اسد رژیم سقوط په سیمه کې نورو احتمالي بدلونونو ته اشاره کوي. د هند ستراتیژیک موقعیت پیاوړتیا ښیي چې پاکستان او ایران به ورځ تر بلې کمزوري شي. امریکا هڅه کوي چې له هند سره خپلې ګټې خوندي کړي او د دې اړیکو پیاوړتیا به د ایران، پاکستان او افغانستان په څېر د نورو هېوادونو پر وړاندې نړیواله توجه را کم کړي.