ټرمپ: غوره ده چې د ایران ستونزه له یوې سوله ییزې اټومي هوکړې له لارې حل شي

صمیم بارکزی

طرز پرس

17 دلو 1403

OIP (1).jpeg
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران د برید راپورونه حقیقت نه لري. نوموړي په خپل ټولنیز شبکه تروث‌سوشال کې ولیکل: «زه غوره ګڼم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه سوله ییزه او معتبره اټومي هوکړه لاسلیک شي او دا هوکړه ایران ته اجازه ورکړي چې په سوله‌ییز ډول وده او پرمختګ وکړي.»
 
ټرمپ ټینګار وکړ: «موږ باید سمدلاسه د دې لپاره کار وکړو، او کله چې تړون لاسلیک او بشپړ شو، بیا یې په منځني ختیځ کې له یو ستر جشن سره یې هرکلی وکړو»
 
بل پلو سپینې ماڼۍ نن د چهارشنبې په ورځ په یوه تازه خبرپاڼه کې، د ایران پر ضد د لا ډېرو فشارونو پالیسي اړوند نوي معلومات شریک کړي دي او ټینګار یې کړی چې تهران لا هم په نړۍ کې د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي.

امریکا پر ایران تور لګولی چې د طالبانو، القاعده، حماس، حزب‌الله لبنان، حوثيانو یمن او نورو وسله والو ډلو ته مالي او نظامي امکانات برابروي. 

په خبرپاڼه کې د ډونالډ ټرمپ له قوله ویل شوي: «ایران د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی. دغه رژیم نه یوازې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، بلکه د خپلو نیابتي ډلو له لارې په منځيني ختیځ کې بي ثباتي را پیدا کوي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا د زیات فشار پالیسي هدف دا دی چې د ایران د بی‌ثباته کوونکو فعالیتونو مخه ډب کړي او د دې هیواد مالي سرچینې قطع کړي.