
باخبرو سرچینو ویلي چې ایران د اسرائیل او امریکا د احتمالي برید له ویرې، د خپلو اټومي او توغندیزو تأسیساتو امنیتي تدابیر ډېر کړي او د امریکا او اسراييل لخوا د دغو تأسیساتو په نښه کېدو ته اندېښمن دی.
د بریتانیا دیلي تلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، تهران د احتمالي ګواښونو د دفع کولو لپاره، د خپلو مهمو تأسیساتو شاوخوا نوي هوایي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي او خپل دفاعي ځواکونه یې د تیاري لوړې کچې ته چمتو کړي دي.
یوه باخبره سرچینه وایي چې د ایران نظامي ځواکونه هره شپه د برید په تمه دي، او د ټولو حساسو تأسیساتو د خوندي کېدو تدابير سخت شوي دي. دغه سرچینه دیلي تلګراف ته ویلي چې ځینې تأسیسات عامو خلکو ته ناڅرګند دي، خو د احتمالي برید په هدفونو کې شامل دي.
دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې اسرائیل تېر مېلادي کال پر ایران هوايي بریدونه کړي وو او دغو بریدونو په سیمه کې د امنیتي کړکېج وېره ډېره کړې ده. تلګراف د خپلو سرچینو په حواله لیکي چې ایران له اوږدې مودې راهیسې خپل دفاعي سیستمونه پیاوړي کوي، خو په دې ورستیو کې دغه بهیر لا چټک شوی دی.