
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون سعار، له "پولتیکو" رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې تلابیب ممکن د ایران د اټومي پروګرام د مخه نیولو لپاره نظامي اقدام ته اړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران پر ضد د نظامي اقدام لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ملاتړ حساب کوي.
سعار خبرداری ورکړی، چې ایران کافي اندازه غني شوی یورانیم ترلاسه کړي، څو اټومي بمونه پرې جوړ کړي او ښایي د دې موادو د چمتو کولو پر لارو چارو کار کوي. هغه ویلي: «دا وضعیت د منځني ختیځ ثبات ته جدي ګواښ پېښولی شي او سیمهییز نظامي سیالۍ ته به لمن ووهي.»
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول لپاره وخت کم دی. هغه ویلي: «موږ به لا هم د دیپلوماسۍ لاره تعقیبوو، خو د دې هڅو د بریا احتمال ډېر نه دی.» نوموړي خبرداری ورکړ، که ایران کنټرول نه شي، نو دا چاره به د اسرائیل د امنیت لپاره خطرناکې پایلې ولري.
د اسرائیل د بهرنيو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه: «د دې لپاره چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي، باید یوه معتبره نظامي اقدام د بحث وړ وي. که داسې ونهشي، نو په سیمه کې به د وسلو د سیالۍ یو نوی باب پرانیستل شي، چې مصر، سعودي عربستان او ترکیه به هم پکې ښکېل شي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران او اسرائیل ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې نښتې احتمال تر بل هر وخت ډېر شوی دی. له دې وړاندې تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې ایران د اسرائیل او امریکا له احتمالي بریدونو اندېښمن دی. تر اوسه، د ایران چارواکو د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.