سیمه

GlxP1ImagAALrZF.jpeg

د جعفر ایکسپریس د مسافرو په نوملړ کې ابهام؛ ۲۰۰ کسان ورک دي

د پاکستان په جعفر ایکسپریس ریل ګاډي باندې د بلوڅو بېلتونپالو له برید یوه ورځ وروسته په ډاګه شوه چې د دې ریل ګاډي د ۲۰۰ مسافرو هویت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او دا کسان بیخي ورک دي.
maxresdefault (1).jpg

بلوڅ ازادي پالو وسله والو د پاکستان «جعفر اکسپرس» اورګاډی یرغمل کړی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان د ازادي‌پالو وسله‌والې ډلې نن سې شنبې د کب ۲۱مه، یو مسافر وړونکی اورګاډی «جعفر اکسپرس» چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، تر وسله‌وال برید لاندې راوست او دا اورګاډی یې له ټولو مسافرو سره یرغمل کړل.
Y8ItFJ6uom2vBV7LRcgfYC8OcJIyHh-1500x800.jpg

د امریکا چارواکو یو پاکستاني ډیپلوماټ له لاس انجلس څخه دیپورټ کړ

امریکايي چارواکو د پاکستان یو لوړپوړي ډپلمات ته اجازه نه ده ورکړې چې لاس انجلس ته سفر وکړي او هغه یې په بېړني ډول بېرته شړلی دی. دا ډیپلوماټ احسن واګن نومېږي او په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر دی.
istockphoto-927625958-612x612.jpg

د ایران وروستی دريځ: د «اټمي روڼتیا» په اړه خبرې ممکن دي

په داسې حال کې چې د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای، له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو مخالفت کړی، خو د دې هېواد د ولسمشر مسعود پزشکيان کابینې له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره شنه څراغ ښودلی او ټینګار یې کړی چې د «اټمي شفافیت» په اړه خبرې ممکنې دي.
1130340.jpg

د ټرمپ لیک د تهران پر لاره؛ ایران وایي تر اوسه یې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی

د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، ادعا کړې چې آیت‌الله علي خامنه‌يي ته یې یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې له واشنګټن سره د خبرو مېز ته کښېني. خو د ایران د ملګرو ملتونو استازولۍ ډېر ژر دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې دوی ته داسې هېڅ لیک نه دی رسېدلی.
OIP (1).jpeg

ایران پر وړاندې د اسرائیل له ګواښونو سره، په سیمه کې د امريکا جنګې الوتکې څرګندې شوې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) خبر ورکړی چې د دې هېواد جنګي الوتکو د سیمې په فضا کې خپلې الوتنې پیل کړې دي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسرائیل چارواکي د تهران پر وړاندې د نوې پوځي ستراتیژۍ د عملي کولو خبر ورکوي.
OIP.jpeg

شهباز شریف: د کابل د هوایی ډګر د برید عامل د پاکستان په مرسته ونیول شو

د کابل هوايي ډګر د مرګوني ځان وژونکي برید د اصلي عامل د نیولو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اصلي تورن د پاکستان په مرسته نیول شوی
Gk3e27ZaQAAzv7_.jpeg

د پاکستان حقانیه مدرسه کې بمي چاودنه؛ مولانا حامدالحق حقاني وژل شوی دی

پاکستان کې د خیبر پختونخوا ایالت په اکوره ختک سیمه کې په حقانیه مدرسې یوه قوي بمي چاودنه شوې. راپورونه وايي چې د چاودنې هدف د مدرسې سرپرست او د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حامدالحق حقانی، وو.
ثثث.png

د هاروارد-هریس نظرپوښتنه: ډېری ګډونوال د ایران د اتومي تأسیساتو پر ضد د بریدونو ملاتړ کوي

د هاروارد پوهنتون او د هریس مؤسسې لخوا د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پایلې ښیي چې اکثریت ګډونوالو د ایران د اتومي تأسیساتو د له منځه وړلو او د اسرائیل له نظامي اقداماتو ملاتړ کوي.