
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) خبر ورکړی چې د دې هېواد جنګي الوتکو د سیمې په فضا کې خپلې الوتنې پیل کړې دي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسرائیل چارواکي د تهران پر وړاندې د نوې پوځي ستراتیژۍ د عملي کولو خبر ورکوي.
د اسرائیل د پوځ نوي لوی درستیز، ایال زمیر، اعلان کړی چې تلابیب به په ۲۰۲۵ کال کې د غزې جګړې او له ایران سره د احتمالي پوځي تقابل ته لومړیتوب ورکړي. د اسرائیلي رسنیو په وینا، زمیر د ایران پر وړاندې یو توند دریځ لري او ټینګار یې کړی چې باید د ایران پر وړاندې تهاجمي پالیسۍ غوره شي.
په داسې شرايط کې د امریکا د جنګي الوتکو الوتنې، ایران او د دې هېواد متحدو وسلهوالو ډلو او همداراز د سیمې نورو هېوادونو ته یو مهم سیاسي او نظامي پیغام لرلی شي. متحده ایالاتو څو ځله ټینګار کړی چې د منځني ختیځ وضعیت له نږدې څاري او که اړتیا وي، د ایران پر وړاندې به نظامي اقدام هم وکړي.