د پاکستان حقانیه مدرسه کې بمي چاودنه؛ مولانا حامدالحق حقاني وژل شوی دی

طرز پرس

10 حوت 1403

Gk3e27ZaQAAzv7_.jpeg

د خیبر پختونخوا ایالت په اکوره ختک سیمه کې په حقانیه مدرسې یوه قوي بمي چاودنه شوې. راپورونه وايي چې د چاودنې هدف د مدرسې سرپرست او د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حامدالحق حقانی، وو.

د پاکستان پولیسو تایید کړې چې مولانا حامدالحق حقانی په دغه چاودنه کې وژل شوی دی. د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه نور کسان هم وژل شوي دي.

تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، او د پاکستان پولیسو ویلي دي چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي. دارالعلوم حقانیه، چې د افغانستان له سرحده شاوخوا ۶۰ میل لرې موقعیت لري، هغه مهمه مذهبي مدرسه ده چې ګن شمېر طالب چارواکي پکې روزل شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ، تر بل هر وخت ډېر شوی او د تحریک طالبان پاکستان هم د دې هېواد پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.