شهباز شریف: د کابل د هوایی ډګر د برید عامل د پاکستان په مرسته ونیول شو

صمیم بارکزی

طرز پرس

15 حوت 1403

OIP.jpeg
د کابل هوايي ډګر د مرګوني ځان وژونکي برید د اصلي عامل د نیولو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اصلي تورن د پاکستان په مرسته نیول شوی دی.
 
شهباز شریف نن چهارشنبه، د کب ۱۵مه زیاته کړه، چې پاکستان له واشنګټن سره د ترهګرۍ ضد همکاریو ته ژمن دی. هغه وویل، چې نیول شوی کس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمې په یوه برخه کې نیول شوی.
 
د امریکايي چارواکو په وینا، نیول شوی کس محمد شریف نومیږي او د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې له مشرانو څخه دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، محمد شریف د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) او د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (ISI) په ګډو عملیاتو کې نیول شوی. تمه کیږي، چې نوموړی نن واشنګټن ته ولېږدول شي.
 
دا ځانمرګی برید په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل د هوایی ډګر په دروازه کې ترسره شوی و، چې په پایله کې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.